د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي، "په لوبډله کې دننه غټو عملياتو ته ضرورت دی"‏

Mohsin Naqvi

د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د هند لوبډلې څخه د پاکستانۍ لوبډلې د ماتې خوړو وروسته ویلي، "په لوبډله کې دننه وړو نه غټو عملیاتو ته ‏ضرورت دی، او وخت راغلی چې د لوبډلې نه بهر ټېلنټ يا استعداد ته د لوبې موقع ورکړل شي".‏

په نيويارک کې د کرکټ نړيوال جام ‏‎2024‎م په روانو مقابلو کې د هند لوبډلې پاکستان ته په شپږو رنزونو ماتې ورکړې ده. ‏

د هند لوبډلې د پاکستان ضد لومړی بېټنګ کړی او پاکستان ته یې په ټاکلو شلو اوورونو کې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو د ‏‎120‎‏ رنزونو هدف ورکړی وو، ‏خو پاکستاني لوبغاړو ټاکلی هدف پوره نه کړی شو په اووه لوبغاړو اوټ کېدو یې ‏‎113‎‏ رنزونه جوړ کړي او لوبه یې بايللې ده.‏

د يادې لوبې وروسته په ټولنيزو رسنيو او پاکستاني مطبوعاتو په کرکټ بورډ، په پاکستانۍ لوبډله او ځانګړي ډول بېټرانو يا بېټسمېنانو سختې نيوکې ‏روانې دي چې بالرانو خپل کار کړی د هند لوبډلې ترې ډېر رنزونه نه وو جوړ کړي خو بېټنګ یې خپل کار نه دی کړی او د دغې له امله یې مېچ بايللی دی.‏

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د هند سره لوبې وروسته ویلي، پاکستانۍ لوبډله دا وخت د کمزورې درجې لوبه کوي ‏‏"زمونږ په وړ اندې تر ټولو غټ چېلنج د لوبډلې کارکردګي ښه کول دي".‏

هغه ويلي، "لوبډله به د نړۍ ښه لوبډله جوړول وي او ورته معلومه ده چې په لوبډله کې څه روان دي او د بايلات علتونه څه دي". ‏

خو نوموړي په لوبډله کې د بدلون يا لوبغاړو بدلولو او ښکاره علتونو په اړه څه نه دي ویلي.‏

په ټولنيزو رسنيو د کرکټ بورډ په مشر محسن نقوي او اېډمسنټرېټر يا منتظم او پخواني کرکټر وهاب رياض او ورسره په بېټرانو سختې نيوکې روانې دي.‏

د پاکستانۍ لوبډلې په لوبه يوه ټي وي خپرونه کې د پاکستان کرکټ ټيم پخواني مشر محمد حفيظ ويلي، "دوی درې داسې لوبغاړي راوستي چې د ‏پاکستان کرکټ يې برباد کړو، د پاکستان کورني کرکټ ته پاملرنه نه کيږي"، خو حفيظ په خپلو خبرو کې د چا نوم نه دی اخستی.‏

ياده ويډيو حنا زېنب په اېکس (پخواني ټويټر) خپره کړې ده.‏

https://x.com/hina98_hina/status/1800101806493913517‎

د سعديه اې په نوم اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې ويل شوي، ‏

‏"مونږ د رضوان، بابر، افتخار او تر ټولو زيات عماد وسيم د وجې ماتې وخوړه، شکر دی چې مونږ د نړيوال کپ څخه بهر شو، دا لوبډله د هیڅ مستحق نه ده. ‏بابر، وهاب او محسن نقوي ټول دې استعفا ورکړي".‏

https://x.com/Dr_SadiaAz/status/1799896711458177418‎

پاکستانۍ لوبډله چې د نړیوال کرکټ کپ په ګروپ اې کې شامله ده، تراوسه یې دوه لوبې کړي، لومړۍ کې یې د امریکايي لوبډلې او دويمه کې یې د هند ‏نه ماتې خوړلې ده.‏

د پاکستانۍ لوبډلې درېمه مقابله په ‏‎11‎م جون د کېنېډا لوبډلې سره ده.‏