د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) د شرحه سود يو نيم فيصده کمولو اعلان وکړ او د 11م جون څخه یې د شرحه سود کچه 20.5 فيصدو ته راکمولو فېصله وکړه.
خو د پاکستان مرکزي اېوان صنعت و تجارت وايي، "د شرحه سود معمولي راکمول ردوي" او د کراچۍ چېمبر اف کامرس ويلي شرحه سود لږه راکمه کړل شوې خو"سم لوري ته يو قدم پورته کړل شو".
پاکستان کې له دې وړاندې شرحه سود د يو کال راهسې 22 فيصده وو، سټېټ بېنک په 29م اپرېل مانیټري پاليسي اعلان کړې او شرحه سود یې په 22 فيصده په ځای ساتلی وو.
د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه په ملک کې د کال 2020م د جون په مياشت کې شرحه سود اووه فيصده وو، هم د دغه کال په نومبر کې شرحه سود په اووه فيصده په ځای ساتل شوی او د هغې وروسته بيا په ستمبر 2021 کې شرحه سود 7.25 فیصده ته سېوا کړل شوی خو بيا د پاليسۍ په برخه ختلو لړۍ تېر کال 22 فيصده ته رسېدلې او څلور کاله پس پکې يواځې يو نيم فيصده کمی وکړی شو.
سټېټ بېنک وويل، نن د جون په لسمه نېټه د زري پاليسي کمېټۍ غونډه وشوه، په غونډه کې د ملک د مجموعي اقتصادي صورتحال جاج واخستل شو، او يادې کمېټۍ ويلي په ملک کې د ګرانۍ شرحه په ريکارډ کچه د 38 فيصده نه 12 فيصدو ته راکمه شوې ده، ځکه یې د شرحه سود راکمولو فېصله وکړه.
د مرکزي اېوان صنعت و تجارت مشر عاطف اکرم شېخ د شرحه سود يو نيم فيصده ته راکمولو ته په غبرګون کې ویلي، "صنعتي او تاجر ورورولي د شرحه سود د دې نه زياتې کچې ته راکمېدو ته په تمه وو، او شرحه سود 15 فيصده ته راکمېدل پکار وو. او اوس کاروباري خلکو ته د شرحه سود د کمولو د لارې د کاروباري بېنکونو نه د پورونو اخستو کې اسانتیاوې ورکولو ته اړتيا ده".
خو د کراچۍ چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر افتخار احمد شېخ ویلي، "که څه هم په شرحه سود کې لږ کمی شوی او مايوس کن دی خو د کومې نرمۍ فېصله چې شوې ده، دوی تمه لري چې دا شرحه به نوره راکميږي".
اواقتصاد پوه خبريال وکیل الرحمان پاکستان کې د شرحه سود کمېدو په اړه وايي، په ملک کې چې د شرحه سود کمولو دپاره د ګرانۍ کمېدو کوم علت ښودل کيږي، "د ګرانۍ کمېدو مطلب دا نه دی چې ګڼې ارزاني راغلې ده، د دې مطلب دا دی چې ګراني نوره نه ده زياته شوې".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په ملک کې د ځينو څيزونو لکه اوړو، تيلو او ځينې نورو خوراکي توکيو بيعې راکمې شوي خو د هغې هم خپل علتونه دي، لکه د اوړو ارزانېدو علت په ملک کې د غنمو پيداوار زيات شوی دی، ګاډي ځکه يو څه ارزان شوي چې خلک د ګاډو اخستو قوت نه لري کاروباري هلې ځلې کمې شوي، د ځمکو کاروبار ودرېدلی او تيل ځکه ازران شوي چې په نړيوال مارکيټ کې یې بيعې راټيټي شوي دي".
هغه وویل، "اوس چې کوم شرحه سود راکم کړل شوی زياته ګټه به یې حکومت ته رسي ځکه چې حکومت د بېنکونو نه قرضې په زياته شرحه سود ترلاسه کړې وې، د صنعت کارو او کاروباريانو دپاره اوس هم شرحه سود سېوا دی".
سټېټ بېنک زياته کړې، د فرورۍ پورې په ملک کې د ګرانۍ د کچې راکمېدو امکان زيات وو خو د مې په میاشت کې چې کومې شمېرې مخې ته راغلې د هغې له امله په زري پاليسۍ کې د کمي کولو امکانات ډېر شو.
ويل شوي، زري پاليسۍ کمېټۍ د راتلونکې بجټ په حواله اقداماتو او راتلونکې کې د تيلو قيمتونو کې ردوبدل په اړه چې په نزديو کې د ګرانۍ د کومو خطرو ويل شوي، د هغې خطرو باوجود اوسنۍ زري پاليسي به د سختۍ باوجود ګراني قابو وساتي.
د سټېټ بېنک ترمخه، په کال 2024م کې به د پاکستان حقيقي جي ډي پي (مجموعي ملکي مقامي پيداوار) په 2.4 فيصده په ځای وي، او د پورونو د درنو قسطونو او ورسره سرکار ته د کمو پېسې راتلو باوجود د پاکستان د زرمبادله ذخيرې ښې شوي او نزدې نهه اربه ډالرو ته رسېدلي دي.
سټېټ بېنک د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پراخه فنډ پروګرام دپاره تماس نيولی دی او د هغې نه هم امکان څرګند کړل شوی دی چې له امله به یې د پېسو راتلل سېوا شي او هغې سره به د زرمبادله ذخيره نوره زياته شي. ويل شوي په نړيواله کچه د تيلو قيمتونه کم شوي خو د تیلو بغېر توکي (لکه کمېمکل، ګاډي، د صنعتونو چلولو دپاره خام مال او نورو) قيمتونه سېوا کيږي.
او د دې پرمختګ په بنياد په مجموعي توګه کمېټۍ نظر وړاندې کړی چې اوس د پاليسۍ نرخ راکمولو مناسب وخت دی. په غونډه کې دا هم ويل شوي چې په ملک کې د زرعي او صنعتي شعبو کې پيداوار زيات شوی دی.