په لکي مروت کې په پوځ د اوړمې ورځې د ترسره شوي خونړي برید نه یوه ورځ وروسته پوځ دعوه کړې چې دغه سیمه کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي اؤ ۱۱ ترهګر یې وژلي دي.
د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو یو ګاډی په بم الوځول شوی ؤ چې د پوځ د یو افسر په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي وؤ.
د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو په ضد کوټلي عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د هغوي یو شمیر ځالې له مینځه وړي دي.
پوځ ویلي دي چې دا عملیات یې د اوړمې ورځې د بمي چاودنې په ځواب کې کړي دي.
د آي ایس پي ار په بیان کې دعوه شوې ده چې دې عملیاتو کې ۱۱ ترهګر وژل شوي خو په بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښودل شوې اؤ نه هم د سیمې نه ازادو سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.
تر دې وړاندې د اتوار په ورځ د لکي مروت په سلطان خیل سیمه کې د پوځ په یوه قافله د سړک د غاړي بمي چاودنه کې د یو پوځي افسر یا کیپټن په ګډون اووه عسکر وژل شوي وؤ.
پوځ پخپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو له دغې چاودنې وروسته په سیمه کې د ترهګرو د ځالو درک لګولی ؤ اؤ د هغوي پرضد یې موثره کارروایي کړې ده.
وزیراعظم شهباز شریف د دې پوځي عملیاتو ستاینه کړې ده اؤ پوځ ته یې پیروزینې وړاندې کړي دي.
وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې ویلي چې د پوځ زړورو سرتېرو په مړانې سره لکي مروت کې د ترهګرو خلاف عملیات ترسره کړي اؤ پوځ مدام د ترهګرو مخې ته لکه د فولادو د دیوال په څېر ولاړ پاتې شوی دی.
هغه ویلي د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ټول قام د پوځ تر شا ولاړ دی اؤ د ورانکارو په ضد به دا جګړه تر هغې دوام ومومي ترڅو چې د هغوي نوغی نه وي ویستل شوی.
څېړونکی اؤ خبریال حق نواز خان وايي د ترهګرۍ په ضد د پاکستان په تګلاره کې د هم اهنګۍ کمی دی نو ځکه حالات نه دي بدل شوي.
هغه ګڼي چې حالاتو د نه بدلېدو لویه وجه دا ده چې تراوسه د پاکستان ریاست د ترهه ګرۍ پرضد څه کوټلې پالیسي نه ده خپله کړې، سیاسي ګوندونه هم په دې مسله تقسیم دي اؤ د جامعې تګلارې د نشتوالي له وجې یو ځل بیا د امنیت هغه حالات جوړ شوې دي چې کال ۲۰۱۵ کې وو.
په کال کال ۲۰۱۲م کې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول نو پاکستان يې په ظاهره هرکلی کړی و خو په سرکاري توګه یې د طالبانو حکومت تراوسه نه دی منلی او وايي په پاکستان کې ترهګري په افغانستان کې مېشته د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال کوي.
افغان طالب چارواکي دا خبره ردوي، وايي هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف د ترهګرۍ دپاره استعمال کړي. افغان طالبان وایي په پاکستان کې ترهګري د دې هېواد خپله مسله ده.
د افغانستان په چارو نظر ساتونکی خبریال مشتاق یوسفزی وايي، کله چې په افغانستان کې د طآلبانو حکومت جوړ شو نو د پاکستان اميد پېدا شوی و له دې سره به په پاکستان کې ترهګري کمه شي خو داسې ونه شول او د افغان طالبانو د بیا واکمېندو وروسته په پاکستان کې ترهګري زیاته شوه.
د امنیت په موضوع کارکوونکي د څېړنې غېر سرکاري ادارو د رپورټونو ترمخه، سږ کال په پاکستان کې ترهګري زیاته شوې او د ترهګرۍ د ټولو نه زیاتې پېښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې رپورت شوې دي او وسله وال هدفونه په نخښه کوي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه ترسره کړي چې په دې بریدونو کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي.
همدا شان د پاکستان پوځ هم تېره میاشت په بیلابیلو علمیاتو کې د شلګونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13135 عملیات کړي دي.
پوځ ویلي چې د مې میاشت کې ترسره شوؤ عملیاتو کې239 وسله وال وژل شوي 396نور نیول شوي دي.
د اسلام اباد سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز نومې ادارې ترمخه د کال 2023م د لومړيو دريوؤ مياشو په مقابله کې د کال 2024م هم دومره موده کې د ترهګرۍ پېښې17 فيصدي سېوا شوي دي۔
رپورټ کې ويلي شوي په 245 بريدونو او پوځي عملياتو کې 432 څلور سوه او32 کسان وژل شوي او 370 ژوبل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په دغه پېښو کې دوه نوي فيصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔ په رپورټ کې د نورو صوبو په اړه څه نه دي ويل شوي.