د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې د زرغون غره علاقې د شعبان په نوم سېلګرۍ د ځای څخه نامالومه کسانو لس تنه تښتولي دي، د ليويز ځواک چارواکو پېښه تاييد کړې ده.
ليويز کنټرول روم ويلي، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د 50 پورې وسله وال کسان راغلي، زرغون غره ته سېل له تللي کسان یې ګېر کړي، 14 کسان یې د ځان سره بوتللي خو څلور یې بيا خوشي کړي دي.
ويل شوي، د نورو تښتول شوو کسانو پېژندګلو تراوسه نه ده شوې. د هرنايي زرغون د کوټې نه خواوشا 50 کلوميټره لرې پرته علاقه ده.
وحيد مراد نومې خبریال په اېکس پوسټ کې ويلي، "بلوڅ لبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې د کوټې او هرنايي ترمنځ سېلګرۍ د ځای شعبان څخه پنجابي ويونکي څو کسان تښتولي دي".
بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ څخه مخ ده او دغلته وخت په وخت په امنيتي ځواکونو وسله والو بريدونه، چاودنې او د تښتونو پېښې کيږي.
د مارچ په مياشت کې د بلوچستان د دوکۍ سيمې څخه تښتول شوي اووه کان کيندونکي مزدوران 38 ورځې وروسته خوشي شوي وو.
خو تازه پېښه په داسې وخت کې شوې چې پرون په 20م جون د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د صدر اصف علي زرداري په مشرۍ بلوچستان کې د امن و امان په اړه غونډه شوې ده.
ويل شوي، په غونډه کې د صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي او د کورنيو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي ګډون کړی، او صدر زرداري ويلي، بلوچستان کې به د امنيت ښه کولو دپاره د قانون نافذونکو ادارو قوت سېوا کول وي.
د غونډې په اړه سرکاري بيان کې زياته کړل شوې، غونډې ته د بلوچستان په بېلابيلو ضلعو کې د ترهګرۍ ضد کاميابي سره مبارزې او قانون نافذونکو ادارو د کردار په اړه احوال او تګلاره وړاندې کړل شوې ده.
صدر زرداري د بلوچستان صوبې د ټولنيز او اقتصادي حالت په ښه کولو او خلکو ته د هنر په ور زده کولو ټينګار کړی دی.
هغه د ماهي ګېرۍ صنعت ته د ودې ورکولو او غېر قانونه ماهي ګېرۍ د مخنيوي ويلي دي.
او د بلوچستان وزیراعلا ويلي، د ترهګرۍ د خاتمې دپاره د ګډو هڅو ضرورت دی.
( په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبریال حفيظ الله ستوري شېراني شريک کړي دي)