اسټرېلیا ته د هند لوبډلې له ماتې وروسته سیمي فاینل ته د افغانستان ټیم د وتلو امکان زیات شو

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې د آسټرېلیا کرکټ لوبډلې په ضد د هند د ګټې وروسته سیمي فاېنل ته رسېدو لپاره د افغانستان امکان زیات شوی.

د ګروپ ۱ سپر اېټ مرحله کې نن د ګل (دوشنبې) په ورځ‌ د وېسټ انډېز سېنټ لوشا کې د هندوستان ۲۰۵ رنزونو په ځواب کې د اسټرېلیا کرکټ ټیم په ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په اوټېدو ۱۸۱ رنزونه جوړ کړل. دا په (سوپر اېټ) پړاو کې د هند پرله پسې درېیمه ګټه ده.‌

د افغانستان کرکټ لوبډله به د (سوپر اېټ) مرحله کې نن د ځايي وخت مطابق اته نيمې بجې د بنګله دېش لوبډلې سره مخامخ کیږي.‌ په دغه لوبه کې د افغانستان او یا بنګله دېش د ګټې په نیتجه کې سیمې فاېنل ته د رسېدو لپاره افغانستان،‌ بنګله دېش او آسټرېلیا امکانات دي.‌

بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان لوبډله سیمي فاېنل ته ورسي.‌ بنګله دېش سیمي فاېنل ته رسېدو لپاره د افغانستان نه په ۶۱ رنزونو لوبه ګټل وي او یا به ورله د افغانستان رنزونه په ۱۳ اوورونو کې پوره کول وي خو که بنګله دېش د ۶۱ نه په کم رنزونو سره افغانستان ته ماتې ورکړه نو بیا به د آسټرېلیا کرکټ لوبډله فاېنل ته په رسېدو کې کامیابه شي.‌

په ګروپ ۱ کې هندوستان د ۶ پواېنټونو سره په اول،‌ اسټرېلیا او افغانستان په دوه دوه پواېنټونو سره په دوېم نمبر دي. خو په رن رېټ‌ حساب سره اسټرېلیا د افغانستان نه وړاندې ده.‌

هند د اسټېليا خلاف ګټې وروسته سيمي فاېنل ته ووتلو او د انګلېنډ سره به ېي مقابله وي . دا مقابله به د وېسټ انډيز په ګيانا ښار کې په اوويشتم جون کېږي.

سويلي افريکا هم سيمي فاېنل ته وتې ده او په سيمي فاينل کې ېي امکان دی چې د افغانستان ، اسټرېليا يا بنګله دېش سره مقابله وي.

د استرېليا خلاف د هند د لوبې مهمه کارکردګي د روهېت شرما ۹۲ رنزونه وو چې په ۴۱ بالونو ېي جوړ کړي وو. دا د ټي ټونټي ورلډ کپ په تاريخ کې د يو کپتان تر ټولو تېز پنځوس رنزونه وو . د روان نړيوال شل اووريزو کرکټ سياليو فاينل به په نهويشتم جون کېږي.