د ورلډ کپ سیمي فاینل کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۵۶ منډو وسوځېده


د شل اوریز نړیوال کپ په سیمې فاینل کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۱.۵ اورونو کې د ۵۶ منډو په جوړولو وسوځېده اؤ ساوت افریقې ته یې د ۵۷ منډو هدف ورکړو.

دا په تاریخ کې اول ځل دی چې د افغانستان کرکټ لوبډله د نړیوال کپ سیمي فاینل ته رسېدلې ده.

د ټرنیډاذ په براین لارا اسټيډيم کې د روانې دې لوبې پچه افغانستان وګټله اؤ پخپله یې د بیټنګ یا توپ وهنې پرېکړه.

د افغانستان لوبډله چې کله بېټنګ ته ودرېده نو د ساوت افریقې د باولرانو مخې ته ټینګه نه شوه اؤ لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځېدل.

افغان لوبغاړو یواز ۲۸ منډې جوړې کړې وې چې په دغه مهال یې شپږ لوبغاړي وسوځېدل اؤ بیا ورپسې ټوله لوبه افغان لوبغاړو په سخت فشار کې وکړه.

د ۷م اوور په پائ کې د افغانستان منډې ۲۹ وې.

رحمان الله ګربز په صفر وسوځېدو، ابراهیم ځدران دوه، ګلبدین نایب ۹،عظمت الله عمرزي ۱۰، اؤ ننګیالي خروټي دوه منډې اؤ محمد نبي هم په صفر وسوځېدو.

کریم جنت اؤ راشد خان هم ۸، ۸ منډې جوړې کړې ، نور احمد په صفر وسوځېدو اؤ نوین الحق هم یوازې په دوؤ منډو جوړولو وتوانېدو .

د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګربز۔ ابراهیم ځدران، عظمت الله عمر زی، ګلبدین نایب، محمد نبي، کریم جنت، راشد خان (کپتان)، ننګیالی خروټی، نور احمد، نوین الحق، اؤ فضل حق فاروقي شامل دي.