شل اوریز نړیوال کپ:افغانستان ته په ماتې ورکولو جنوبي افریقه فاینل ته ورسېده


افغانستان ته په نهو ویکټونو د ماتې ورکولو سره جنوبي افریقه په وړومبي ځل د شل اوریز نړیوال کپ فاینل ته وتلې ده.

د زیارت په سهار د ټرنیډاذ په براین لارا اسټيډيم کې د ترسره شوې دې لوبې پچه افغانستان وګټله اؤ لومړی یې بیټنګ وکړو.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۱.۵ اورونو کې وسوځېده اؤ یوازې ۵۶ منډې یې جوړې کړې .

د افغانستان لوبډله چې کله بېټنګ ته ودرېده نو د جنوبي افریقې د باولرانو مخې ته ټینګه نه شوه اؤ لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځېدل.

افغان لوبغاړو یواز ۲۸ منډې جوړې کړې وې چې په دغه مهال یې شپږ لوبغاړي وسوځېدل اؤ بیا ورپسې ټوله لوبه افغان لوبغاړو په سخت فشار کې وکړه.

د ۷م اوور په پائ کې د افغانستان منډې ۲۹ وې.

رحمان الله ګربز په صفر وسوځېدو، ابراهیم ځدران دوه، ګلبدین نایب ۹،عظمت الله عمرزي ۱۰، اؤ ننګیالي خروټي دوه منډې اؤ محمد نبي هم په صفر وسوځېدو.

کریم جنت اؤ راشد خان هم ۸، ۸ منډې جوړې کړې ، نور احمد په صفر وسوځېدو اؤ نوین الحق هم یوازې په دوؤ منډو جوړولو وتوانېدو .

د افغانستان لوبډلې جنوبي افریقې ته د سیمي فاینل په دې مهمه سیالۍ کې د ۵۶ منډو هدف اېښې ؤ چې جنوبي افریقې ډیر په اسانۍ سره دغه هدف په ۸.۵ اور کې د یو لوبغاړي په تاوان ترسره کړو.

د جنوبي افریقي پروټیز کی کوینټن ډي کوم یواځینی لوبغاړی ؤ چې په پینځوؤ منډو وسوځېدو.

هېنډرکس ۲۹ اؤ کپتان ایډن مارکرام ۲۳ منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلي پاتې شول.

د شل اوریز نړیوال کپ دویم سیمي فاینل به نن د هند اؤ انګلینډ تر منځ ماښام اووه نیمې بجې په پروویډینس کې کیږي اؤ د فاینل ستره سیالي به بیا په ۲۹م جون برج ټاون کې ترسره کیږي.

که چرې نن د هند اؤ انګلینډ تر منځ د سیمې فاینل په دوران کې باران وشو نو بیا به دا سیالي سبا کیږي.

د افغانستان لوبډلې په سپر۸ پړاؤ کې یوې تکړه لوبډلې اسټریلیا ته ماتې ورکړې وه اؤ تر هغې وروسته یې بنګله دیش ته په ماتې ورکولو ځان سیمي فاینل ته رسولی ؤ.

د جنوبي افریقې سره د افغانستان لوبه غوره ونه شوه اؤ په نهو ویکټونو یې ترې ماتې وخوړه.

د جنوبي افریقې لوبډلې تر دې وړاندې په کال ۲۰۰۹م اؤ ۲۰۱۴م کې هم د سیمي فاینل سیالۍ کړې وې خو ماتې یې پکې خوړلې وه اؤ دا ځل یې ځان فاینل ته وویستو.