د امریکې خارجه محکمه:پاکستان کې تېرکال ۱۶کسان په عقیدوي اختلاف وژل شوي اؤ په ۳۲۹ نورو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي

د امریکې خارجه محکمې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلنی رپورټ خپور کړی چې پکې پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودل شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې په تېر کال ۲۰۲۳م کې پاکستان کې ۱۶کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي اؤ هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ۳۲۹ کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

دا د مذهبي ازادیو په اړوند د امریکې د خارجه محکمې دا کلنی رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ هم د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت د سوات په مدین سیمه کې یو د پنجاب نه ورغلی یو سېلګری ځایي خلکو د مذهب د سپکاوي په تورونو ژوندی سوځولی اؤ وژلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتیو میلر دغه پېښې ته پخپل غبرګون کې تېره ورځ ویلي، وؤ د مذهبي ازادیو، د رایې ازادۍ اؤ د پرامنه اجتماع حق ته باید درناوی ولرل شي.

د خارجه محکمې په رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان کې په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ۱۴۰ کسان نیول شوي اؤ ۱۱ ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

رپورټ وایي ،پاکستان کې وسله والو فرقه ییزه ډلو د مذهبي اجتماعاتو اؤ عبادتخانو په ضد له تشدد ډکې کارروایۍ دوامداره ساتلي دي.

د رپورټ مطابق پاکستان کې تېر کال په سوشل میډیا فورمونو د حکومت په غوښتنه ۷۱ زرو نه زیات یو آر ایلز بلاک کړل شوي اؤ د اګست په میاشت کې سینیټ د یوې قانون سازۍ منظوري ورکړې چې پکې د مذهب د سپکاوي سزا نوره هم زیاته کړل شوې ده.

د پاکستان حکومت لا د امریکې د خارجه محکمې دې کلني رپورټ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی دی خو تر دې وړاندې په بیلا بیلو وختونو کې د پاکستان لوړ پوړو حکومتي چارواکو ویلي چې د هېواد ايين د اقلیتونو په شمول د ټولو شهریانو د مذهبي ازادیو ضمانت ورکوي.

په دې رپورټ کې د هند دننه هم د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودل شوې اؤ ویل شوي چې په دغه هیواد کې مسلمانانو اؤ مسیحي ورورولۍ سره ناروا سلوک دوامداره دی.

رپورټ کې ویل شوي چې تېر کال هند کې مسیحي وګړي اؤ مسلمانان په زوره د مذهب په بدلولو د پابندۍ د قوانینو لاندې نیول شوي اؤ د اقلیتي ډلو غړي د بې ځایه تورونو په اساس ځورول شوي دي.

تر دې وړاندې تېر کال هم په نړیواله کچه د مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یوناټېډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل رېلېجس فريډم، یو اېس سي ايي ار اېف، په خپل کلیز رپورټ کې ویلي وؤ چې په پاکستان کې په کال ۲۰۲۲ کې د هدفي وژنو، د اجتماع دلاسه د خلکو د وژل کېدو، په زور د خلکو د مذهب بدلولو او د اقلیتونو د عبادت ځایونو او د مقبرونو د بې حرمتۍ پېښې کېدلې.

په دسمبر کال ۲۰۲۲م کې د امريکې حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه دسرغړونو لپاره دنړۍ په کچه دبدنامو لسو هیوادونو په نوملړ کې اچولی ؤ.

روان کال د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په دې ناهیلي ښکاره کړې وه چې په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ښځې او نجونې خوندي‌ نه دي او د مذهب له جبري بدلون او جبري ودونو سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو تنظيمونو او د یورپي هيوادونو تنظيم ېورپي يونين هم پاکستان کې د لږکيو په ضد د مذهب د سپکاوي دقانون نه دناسمې استفادې،د خلکو په جبري توګه د اوچتولو او د لږکيو زنانه و سره دجبري ودونو پېښو کې د راغلي زياتوالي پسر د پاکستان په حکومت نيوکې کړې دي.