عمران خان ويلي، د ملک په خاطر به ټول ګونديزه کانفرنس کې ګډون کوي

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي.‏ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".‏ (فایل فوټو)

په زندان کې بندي د پاکستان پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې به ګډون کوي. ‏هغه پرون په پينځمه جولايۍ اډياله زندان کې د ‏190‎‏ ميلينه پاونډونو د قضیې اورېدنې په وخت د صحافیانو غېر رسمي خبرې کړي دي.‏

د پاکستان ځايي رسنیو د تحریک انصاف ګوند د مشر له قوله ويلي، "د ګوند مشران به یې د حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس کې ګډون کوي ځکه دا ‏ملکي معامله ده او د ملک په خاطر به پکې ګډون کوي".‏

په ‏22‎م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.‏

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام د دغو عملياتو مخالفت کوي.‏ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ پرون ويلي، "حکومت په ټول ګونديزه کانفرنس رابللو غور کوي".‏

عمران خان ويلي، "څو پورې چې د افغانستان سره اړیکې نه وي پياوړې شوي د تحريک طالبان پاکستان خلاف جګړه نه شي ګټل کېدی، که تاسو د ‏طالبانو خلاف عمليات کوئ نو هغوی به افغانستان ته وتښتي او تر څو چې د افغانستان مرسته نه وي، عمليات نه شي کاميابېدی".‏

د عزمِ استحکام په اړه د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د وي او اې سره په يوه مرکه کې ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې ‏غاړې افغانستان کې هم عمليات کېدلی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، ‏د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.‏

پرون په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ ‏استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".‏

ويل شوي، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور کړی دی".‏

عمران خان ويلي، "د بهرنيو چارو پخوانی وزیر بلاول بټو او زمونږ وزير خارجه افغانستان ته ولې نه دي تللي، زمونږ په وخت کې اېن ډي اېس او د اشرف ‏غني حکومت يو شوي وو خو د هغې باوجود زه افغانستان ته لاړم اود هغو سره مې خبرې وکړې".‏

عمران خان د پاکستان د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په اړه ویلي، وکيلان یې د قاضي فايز عيسا په هر بنچ کې موجودګۍ باندې اعتراض کوي. هغه ‏ويلي که انصاف ورته ترلاسه نه شو هغه به په زندان کې د نه خوړو هړتال وکړي.‏

هغه يو ځل بيا دعوه کړې په جېل کې ناست کرنل او مېجر ټول نظام چلوي.‏

هغه ويلي، "پاکستان وړاندې هايبرډ وو او اتاريټېټيو ته تللی په ملک کې ډکټېټر شپ دی، ټوله نړۍ خبر ده چې پاکستان کې څه کيږي".‏

عمران خان ويلي، په ملک کې د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ دپاره جوړ کونسل (اېس آی اېف سي) ملک نه شي سمولی، د ملکي مسلو حل راڼه ‏انتخابات دي.‏

د پاکستان تېر حکومت په جون ‏2023‎م کې د ځانګړو پانګونو کونسل اېس آی اېف سي جوړ کړی او د پوځ مشر د دغې کونسل برخه ده.‏

عمران خان تور لګولی، د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د مسلم ليګ او پيپلز ګوند جنازه ويستې ده، د بجټ وروسته د دوی سياست ختم شوی د ‏دوی سره داسې شوي چې د دښمن سره هم کېدل نه دي پکار.‏

‏ د پاکستان پوځ د عمران خان تور ته ځواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې پوځ ويلي په سياست کې لاسوهنه نه کوي.‏ عمران خان ويلي، د مذاکراتو او خبرو اترو وخت په اتمه فرورۍ تېر شوی دی، په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي وو.‏

د عمران خان په خبره، "بره ناست طاقتور غواړي چې دی دې ضمانت ورکړي چې په واک کې راشي په دوی به لاس نه چوي"، هغه ويلي مذاکرات هغه وخت ‏کيږي چې د مسلې حل راووځي. مونږ که د شهباز شريف سره مذاکرات کوو نود هغه حکومت به ځي.‏

هغه ویلي، د ملک تر ټولو غټ جعلي انتخابات شوي خو چيف جسټس فايز عيسا د الېکشن کمېشن ستاينې کوي.‏