بلاول بټو، "زمونږ‎ ‎نظر دی د بلوچستان ستونزه د پاکستان تر څنګ نړيواله ده"‏

بلاول بټو دغه خبرې پرون د جولايۍ پر پينځمه د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي او د ګوند د نورو غړو په ‏ګډون په وزير اعلا هاوس کې کړي دي.‏‎

د پاکستان د خارجه چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند اوسني چيرمېن بلاول بټو زرداري ویلي،"پيپلز ګوند په هيواد کې ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو په ‏اړه ډير واضح دريځ او مکمله پاليسي او سوچ لري،وفاقي حکومت د اپرېشن (عزم استحکام) په اړه اعلان کړی دی، وزيراعظم په دې لړ کې ټول ګوندیز ‏کانفرنس (اې پي سي) رابللی دی، پيپلز ګوند به په دغه کانفرنس کې ضرور برخه اخلي او د بلوچستان پشمول د نورو مسلو په اړه به خپل دريځ وړاندې ‏کوي،زمونږ فکر دا دی چې باید یوه ګډ سوچ رامنځته شي چې د ټولو ستونزو حل په سمه توګه سره وشي".‏


بلاول بټو دغه خبرې پرون د جولايۍ پر پينځمه د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د بلوچستان د وزير اعلا مير سرفراز بګټي او د ګوند د نورو غړو په ‏ګډون په وزير اعلا هاوس کې کړي دي.‏

هغه وویل،"په بلوچستان كې ترهګري او امن و امان نه يواځې يوه قومي ستونزه ده بلكې دا نړيواله ستونزه ده، مونږ هڅه كوو چې د صوبې پر كچه له ټولو ‏اړخونو او سياسي قوتونو سره په رابطه كې پاتې شو، په ټول ګوندیز کانفرنس کې به هم ټولو ګوندونو ته د خپل موقف ورکولو موقع وي".‏


بلوچستان د مځکې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او له قدرتي شتمنيو ډکه خو د تعليم، صحت، او روزګار کې تر نورو صوبو شاته پاتې صوبه ده.‏


په ياده صوبه کې له تيرو څو لسيزو څخه بېلا بېل بلوڅ وسلوال (ناقانونه) تنظيمونه د پاکستان د پوځ او حکومتونو تر څنګ د پاکستان او چين تر ميان د ‏روانې اقتصادي پروژې سي پېک پر ضد فعاليت کوي.‏


بلوڅ سياسي تنظيمونه هم د بلوچستان د شاته پاتې او نا امنيو زمه واره د پاکستان اسټبليمشنټ او اسلام آباد بولي او زياتره وخت وايي چې د بلوچستان و ‏خلکو ته د هغوی پر وسايلو او شتمنيو اختيار نه ورکولو له کبله د بلوچستان په ځوانانو کې د ملک ضد فکر زېږي، خو اسلام اباد او د بلوچستان حکومت ‏په وخت دغه تورونه رد کړي او د بلوچستان د امنيت د پرمختيا دعوې کوي.‏


بلاول بټو دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت په ‏22‎م جون په پاکستان کې د عزمِ استحکام په نوم په ملک کې د ترهګرۍ او ‏توندورۍ پرضد د عملیاتو پرېکړه کړې ده.‏


خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند او نورو سياسي او مذهبي ګوندونو په ګډون پښتون او بلوڅ قامپاله ګوندونو دا حکومتي پريکړه ناسمه بللې او ويلي ‏يې دي چې دوی داسې ډول اپريشنونه کولو اجازت يو چا ته هم نه ورکوي.‏


د عملياتو دا حکومتي اعلان په داسې وخت کې شوی چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبو په ګډون د پاکستان په نورو سيمو کې د نا امنۍ په پېښو ‏کې څو چنده زيات والی راغلی دی.‏

بلاول بټو په پاکستان کې د کال 2024م د جنورۍ د اتمي عمومي انتخاباتو کې د درغليو په باب ويل چې دا ورځ توره هم د کال 1977م د جولايي د پينځمې ‏په څېر توره ورځ ده.‏


بټو و پوښتل او بيا يې په خپله ځواب ووايه چې" که د پاکستان د اوسني حالت زمه واره يوه ورځ لټول وي نو هغه د کال 1977م پينځمې جولايۍ ورځ ده".‏

بلاول وويل، هم له هغه ورځې په پاکستان کې د نا امنۍ، ترهګرۍ، جمهوريت ضد، رشوت خورۍ، انساني حقوق سرغړونې، رسنيوباندې بنديزونو، ‏معاشي پستيو بنياد کښېښول شو چې پوځي مشر ( ضيا الحق) له لوري پوځي کودتا شوې وه او د ذوالفقار علي بټو جمهوري حکومت يې ړنګ کړی وو، ‏وايي دا لړۍ لا هم دوام لري.‏
‏"کله چې د ذوالفقار علي بټو پر جمهوري حکومت د پوځي ډکټېټر ( ضيا الحق) له لوري کودتا وشوه له هم هغې ورځې د دې هر څه بنياد کېښول شوی"، ‏ذوالفقار علي بټو د بلاول بټو نيکه وو.‏