منظور پښتین وایي هڅه کوؤ چې ګیله من وزیر علاج لپاره له هیواده بهر منتقل کړو

منظور پښتین وویل في الحال مو ټوله توجو د ګیله من په علاج ده ، بیا وروسته چې دې خبرو ته وزګار شو، بیا به په دې خبره کوؤ چې دا برید چا اؤ ولې کړی دی؟ (فایل فوټو)

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي د ګیله من وزیر حالت هغسې سخت دی اؤ دوی هڅه کوي چې هغه علاج لپاره له هیواد بهر یوسي.

د اسلام اباد پولیسو د پي ټي ایم په زخمي فعال اؤ شاعر ګیله من وزیر د شوي برید مقدمه د ګل په ورځ د ازاد داوړ اؤ نورو د ۱۰نه نیولي تر ۱۲ کسانو په ضد درج کړې ده خو منظور پښتین یو وارې بیا شکونه ښکاره کړي چې په ګیله من د شوي برید تر شا د ریاست لاس دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي تنظیم په غړي اؤ انقلابي شاعر ګیله من وزیر اوړمه ورځ په اسلام اباد کې څو کسانو برید کړی ؤ اؤ هغه یې په کوتکونو په سر وهلی ؤ چې وروسته په زخمي حالت کې د اسلام اباد پمز هسپتال ته رسول شوی ؤ اؤ هلته تر اوسه په کوما کې پروت دی.

د ګل یا دوشنبې په شپه په اسلام اباد کې د پمز هسپتال مخې ته د پي‌ ټي ایم د غړو اؤ برتانوي خبري شبکې بي بي سي پښتو سره خبرو کې منظور پښتین ویلي تر دې وړاندې چې په ارمان لوڼي کومه حمله شوې وه نو هغه هم پکې پسر په همدغه ځای لګېدلی ؤ.

د منظور پښتین په وینا "د عثمان کاکړ هم د سر دغه برخه لګېدلې وه اؤ د عارف وزیر هم د سر په دغه برخه ګوزار شوی ؤ ، نو دا هر څه ښیي چې ددې بریدونو تر شا په اصل کې د بل چا لاسونه دي"

هغه وویل في الحال مو ټوله توجو د ګیله من په علاج ده ، بیا وروسته چې دې خبرو ته وزګار شو، بیا به په دې خبره کوؤ چې دا برید چا اؤ ولې کړی دی؟

د اسلام اباد پولیسو اؤ حکومتي چارواکو لا د منظور پښتین دې تورونو اؤ شکونو ته څه ځواب نه دی ویلی
.

د ګیله من وزیر د روغتیایي وضعې په اړه منظور پښتین وویل" تر اوسه په وینټي لیټر باندې پروت دی اؤ دعاګانو ته ضرورت لري"

هغه وویل دوی دلته هم د ګیله من د علاج لپاره د ښو ډاکټرانو خدمات ترلاسه کړي اؤ د پي ټي ایم د یورپ ملګري هڅه کوي چې د ملک نه بهر بل هیواد ته هغه انتقال کړي اؤ هلته یې علاج وشي.

هغه وایي په دغه لړ کې د خط اؤ کتابت سلسله روانه ده اؤ دوی هڅه کوي چې چرته هم د هغه علاج ممکن وي یا یې رسول ممکن وي چې هلته یې ورسوي اؤ د ګیله من وزیر ژوند وژغورل شي.

بل لوري ته د اسلام اباد په سنګجاني پولیس تاڼه کې په ګیله من وزیر د شوي برید ایف آي ار د زکیم وزیر په مدعیت کې درج شوی چې پکې ددې برید دعوه په ازاد داوړ نومې تن اؤ د هغه سره په ۱۰-۱۲ نورو نامعلومو ملګرو شوې ده.

پولیسو په دغه ایف آي ار کې څلور بیلابیلې دفعې شامل کړې دي خو منظور پښتین ویلي چې د اسلام اباد پولیسو تر اوسه هیڅوک ددې برید په تړاؤ نه دي نیولي اؤ وایي د" سرد مهرۍ نه کار اخلي"

هغه وایي "یوه خبره واضحه کوؤ چې دومره لویه بدمعاشي بغیر پشا د یو قوت نه شي کیدای"

منظور پښتین زیاتوي کومو کسانو چې دا برید کړی هغوي په اسلام اباد کې دي خو دا چې د اسلام اباد پشان ځای کې هم هغوي تر اوسه نه دي نیول شوي نو دا داسې اشارې کوي چې تر شا یې ریاست ولاړ دی.

د اسلام اباد پولیسو اؤ حکومتي چارواکو لا د منظور پښتین دې تورونو اؤ شکونو ته څه ځواب نه دی ویلی.