پخوانيو افغان ولسمشرانو په ګيله من وزیر بريد غندلی

Gilaman Wazir

پخوانيو افغان ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي په ګيله من د بريد غندنه کړې او د هغه ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړې او د روغ صحت دعا یې ورله غوښتې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کونسل غړی او پښتو شاعر ګيله من چې په اسلام اباد کې يو بريد کې ټپي شوی اوس یې هم د اسلام اباد په پمز روغتون کې درملنه روانه ده، په وينټي لېټر دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خبره، په ګيله من باندې د اوومې جولايۍ په ماښام ناوخته په اسلام اباد کې د آزاد داوړ نومې تن ګڼو ملګرو حمله کړې اوسخت یې ټپي کړی وو، او اوس یې د اسلام اباد په پمز روغتون کې درملنه روانه ده.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې د ګيله من وزیر دپاره د روغ صحت دعا کړې او ويلي یې دي،

"پر ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه یې غندم او هیله من یم چې ګیله من له دې نازک حالت نه د څښتن ج په فضل راووځي".

او بل پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغه ډول پوسټ کړی دی.

پیژندلې سندرغاړې مېرمن ښاپیرۍ "نغمه" هم د ګيله من په ټپي کېدو د خواشينۍ ويډيوي پيغام د وي او اې ډيوه سره شريک کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د ګيله من وزیر په اړه د مشهورې سندرغاړې نغمې پیغام

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مرستیال مشر ميرکلام وايي، ګيله من اوس هم په وينټي لېټر دی او روغتيايي حالت یې سخت دی.

د پمز روغتون څخه وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د پرون راهسې د پښتونخوا ملي ګوند، نيشنل ډېموکرېټک ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام ګوند پلاوي د ګيله من پوښتنې له روغتون ته ورغلي دي.

عوامي نېشنل ګوند وايي، د پنجاب صوبې صدر او پلاوی یې هم د ګيله من پوښتنې له ورغلی وو.

ميرکلام وويل، د ګيله من په پېښه نه خو د مرکز او نه د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا کوم بيان مخې ته راغلی او نه د دغه پېښې په پاکستاني مطبوعاتو کوم خبر ورکړل شوی دی.

خو وی یې ويل، د مسلم ليګ ن ګوند د خېبرپښتونخوا يو مشر اختیار ولي په ټيليفون د ګيله من پوښتنه کړې ده.

پښتانه سندر غاړي هنرمندان او شاعران هم د ګيله من پوښتنې له روغتون ته ورغلي، په ټولنيزو رسنيو په ګيله من د حملې غندنه شوې او د هغه د روغ صحت دپاره دعاګانې غوښتل شوي دي.

د اسلام اباد پوليسو په وينا، په ګيله من د حملې مقدمه د اسلام اباد B-17 سېکټر د سنګجاني تاڼه کې د آزاد داوړ او نور پرضد درج کړل شوې خو تورن کسان تراوسه نه دي نيول شوي، پوليس وايي د تورنو کسانو په کورونو یې چاپې وهلي خو د هغوی کورونه بند دي او لټون یې روان دی