د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په پوځي چاودڼۍ د چاودنې او بريد خبر ورکړل شوی او ويل شوي په چاوڼۍ (کېنټ) کې دننه د غرمې پورې بريد روان وو. د بنو روغتون چارواکو د چاودنې له امله روغتون ته د وړل شوو اتوو ژوبلو کسانو تاييد کړی دی.
د پاکستان سرکاري رسنۍ (رېډيو پاکستان) ويلي، نن سهار د بنو په کېنټ ترهګر بريد شنډ کړل شوی دی. ويل شوي، ترهګرو کېنټ ته ننوتل غوښته او د بنو کېنټ او سپلايي ډيپو ترمنځ په سړک یې د بارودو ډک ګاډي ته چاودنه ورکړې ده.
ویل شوي، امنيتي ځواکونه د پاکۍ عمليات کوي. خو په خبر کې د اوښتي تاوان په اړه څه نه دي ويل شوي.
سرچيني وايي، بريد نن د 15مې جولایۍ په سهار وختي نزدې پينځه بجې شوی دی.
د سرچينو ترمخه په چاودنه او بريد کې څو عسکر هم ژوبل شوي، خو پوځ تراوسه پورې د بريد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دبنو ضلعي روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته اته کسان ژوبل ور وړل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي او د روغتون د چارواکو په خبره دغه کسان د ديوال غورځېدو او شيشو ماتېدو له امله ژوبل شوي دي.
ويل شوي يو پوليس اهلکار هم ژوبل شوی دی.
ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته ويلي، سهار وختي نزدې پينځه بجې يې يوه زوروره چاودنه اورېدلې او د هغې وروسته بيا ډزې پيل شوي او چاوڼۍ پله تلونکې لارې تړل شوي دي.
سرچينې وايي، په چاوڼۍ کې تر غرمې 12 بجو پورې د ډزو اوازونه اورېدل کېده.
د پاکستان پوځ او پوليسو تراوسه پورې د چاودنې يا بريد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
خو پوليس سرچينو چاودنه او بريد تاييد کړي دي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د حافظ بهادر ډلې جېش الفرسان د بريد زمه واري منلې ده.
( د دې خبر نور معلومات را روان دي)