خواجه اصف: ملک کې "آييني کړکېچ په راتلو دی، که ژر وي او که وروستو"

Pakistan FM Khwaja Asif USIP

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، په ملک کې "آييني کړکېچ په راتلو دی، که ژر وي او که وروستو". هغه ويلي، "د آيين ماتېدل په نظر راځي"، خو نوموړي ويلي، د "مارشل لا" لګېدو خبره نه کوي.

د پاکستان د (جيو ټي وي) په يو پروګرام کې خواجه اصف په تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو او د ملک د عدليې د سياسي کردار په اړه څرګندونې کړي دي.

هغه ويلي، د ملک ټولې ادارې سياسي شوي، او عدليه پکې په اول نمبر ده.

پاکستان کې آييني کړکېچ

د خواجه اصف په خبره، "زه محسوسوم، کوم معلومات نشته، او نه د دې په شا زما کوم دليل نشته، خو آييني کړکېچ په راتلو دی، که ژر وي او که وروستو".

د هغه نوموړي نه پوښتنه شوې، مارشل لا به لګي؟ په جواب کې نوموړي وويل، "زه د مارشل لا خبره نه کوم، خو د آيين ماتېدل په نظر راځي". هغه زياته کړه، "زه په دغې حواله نور تفصيل نه وايم په دوه، څلور او د لسو ورځو پورې به هر څه په خپله په ډاګه شي".

د نوموړي نه پوښتنه شوې، د معاشي درجه بندۍ نړیوالې ادارې "فیچ په خپل رپورټ کې ستاسو د حکومت 18 مياشتې موده ياده کړې چې 18 میاشتې به وچلیږي او د هغې وروسته به انتخابات نه وي یو ټېکنوکرېټ نظام به راځي، او تاسو د ايين ماتېدو خبره کوئ".

خواجه اصف ويلي، "کوم ډول حالات چې روان دي د منلو وړ نه دي، اوسني حالات د تېر نه زيات سخت دي، فيچ چې 18 مياشتې موده یاده کړې دا اوږد وخت دی، خو زمونږ د سياسي ورورولۍ خلک هم تيار ناست دي چې څه ډول پېښه وشي او هغو د فيچ رپورټ ليدلی دی هغوی پکې خپل راتلونکی ګوري".

د فيچ رپورټ

فیچ د پاکستان په اړه خپل تازه رپورټ کې اټکل کړی چې د دې هیواد موجوده حکومت تر یو نیم کال پځای پاتې کیدای شي او که حکومت بدل شي نو بیا د سره به ټولټاکنې نه کیږي بلکې د ټیکنوکریټانو حکومت به جوړیږي.

په رپورټ کې ویل شوي د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان به په نزدې راتلونکي کې له بنده نه خلاصیږي او دا چې د پاکستان په ښارونو کې احتجاجي مظاهرې د هیواد معاشي فعالیتونه اغېزمنولی شي.

د فیچ په رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان معاشي بحالي د نازک صورتحال سره مخ ده او سیاسي صورتحال د معیشت مخې ته ډب کیدای شي.

SEE ALSO: د فیچ رپورټ: د پاکستان موجوده حکومت به تر یونیم کال پر ځای وي او عمران خان به زر نه خلاصیږي

تحریک انصاف باندې بنديز

خواجه اصف ويلي، په تحریک انصاف ګوند د بنديز فيصله د وخت نه مخکې شوې او په دې لړ کې د اتحاديانو سره مشوره ضروري ده او چې څه اتفاق رای جوړه شي د هغې مطابق به ګام اخستلی شي.

په 15مه جولايۍ د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ویلي وو، حکومت په تحريک انصاف ګوند د بنديز لګولو فيصله کړې او حکومت به د مخصوصو څوکيو د فيصلې په اړه د نظرثانۍ خواست کوي، د پخواني صدر عارف علوي، د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني ډپټي سپيکر قاسم سوري پرضد به د آيين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمه کوي.

امریکې د پاکستان د حکومت له لوري په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې وو، چې د بندېز لګولو دا پرېکړه د یو پېچلي سیاسي عمل پیل ښکاري.

په تحريک انصاف نيوکې او ترهګري

خواجه اصف په پاکستان تحریک انصاف ګوند هم نيوکې کړي، چې نه يواځې يې د (عزم استحکام) عملياتو مخالفت کړی، بلکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د وژل شوو فاتحې او پوښتنې له هم نه ورځي.

هغه ويلي، د ترهګرۍ پرضد سياسي اتفاق رای ضرور جوړېدل پکار دي، خو د تحریک انصاف رويه داسې رويه ده چې د ترهګرۍ په پېښو کې د اغېزمنو کورنيو سره افسوس نه کوي او نه د ترهګرو پرضد بيان ورکوي.

SEE ALSO: پښتونخوا کې سياسي ګوندونو د عزم استحکام عمليات رد کړي او اېچ ار سي پي یې په ممکنه اثراتو اندېښنې څرګندې کړي

خواجه اصف ويلي، "دا وخت د خېبرپښتونخوا په جنوب کې د شپې په مهال د ترهګرو حکومت وي، او ترهګر په چونګي ماليه ټولوي، په ډېرو ځايونو کې د خېبرپښتونخوا حکومت عملداري نه وي، مونږ یې مرستې ته حاضر يو، خو دوی دې خپله خو وګوري، دا حالات ولې داسې جوړ شوي دي، دوی يې په وړاندې مبارزه ولې نه کوي، دوی ولې مصالحانه او معافي غوښتونکي جوړ شوي دي د هغوی په وړاندې".

پښتونخوا کې ترهګري او د صوبايي حکومت غبرګون

د دفاع وزیر خواجه اصف دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د پاکستان د پوځ په وينا، په 15مه جولايۍ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي وو.

له دغې وروسته په 16مه جولايۍ پوځ ويلي وو، وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان وژلي او د وسله والو په نښته کې دوه عسکر هم وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امین ګنډاپور ويلي وو، "زمونږ صوبې ته د ترهګرۍ غټ چېلنج ورپېښ دی، پوليس، ادارې، پوځ او ولس يې پرضد جنګيږي، قربانۍ د ټولو په وړاندې دي د روانو حالاتو څارنه کوو".

هغه ويلي وو، هغه وويل، "مونږ د ترهګرۍ مقابله کوو او روانه به وي، او کومې پېښې چې روانې دي او کوم خلک یې کوي، د وخت سره به د هغو هم مخه ونيول شي، په دې د هیڅ جوړ جاړي خبره نشته، په امنيت او ترهګرۍ په ختمولو هيڅ جوړ جاړی نه کوو، زمونږ اصل چېلج او اصل کار هم دغه دی".