کراچۍ کې په یوه ورځ دوه مېرمنې د غېرت په نوم وژل شوي

پولیس وایي د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې په یوه ورځ دوه ښځې د غېرت یا ننګ په نوم وژل شوي دي.

د پولیسو وینا ده چې د خالي یا شنبې په ماښام د کراچۍ کورنګۍ سیمه کې یوه پېغله جینۍ د هغې نیکه په تبر وهلې اؤ وژلې یې ده.

د کراچۍ د کورنګۍ سیمې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي توحید رحمان رسنیو ته ویلي په ۱۵کلنه پېغله شهزادګۍ د هغې نیکه محمد شریف د کورنګۍ مارفاني ګوټ سیمه کې د خپل کور دننه د تبر ګزارونه کړي اؤ هغه یې وژلې ده.

د پولیسو مشر ویلي چې پولیسو ته معلومه شوې چې دغه جینۍ یو کال وړاندې د سیند په جام شورو سیمه کې پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ د کورنۍ خلک ورته په دې قار وؤ نو ځکه یې وژلې ده.

پولیس وایي د جینۍ وژنه کې ککړ د هغې نیکه یې نیولی دی.

پولیس وایي د کراچۍ په لانډهي سیمه کې هم یوه مېرمنه د هغې لیور د غیرت په نوم وژلې ده.

د کراچۍ د قاید اباد سیمې ایس ایچ او علام حسین پیرزاده رسنیو ته ویلي د ګل احمد چورنګۍ تر څنګ ورته د یوې ۳۵کلنې مېرمنې مړی په لاس ورغلی چې د هغې پېژندګلو د زینب په نوم شوې ده اؤ په ډزو وژل شوې ده.

پولیسو ویلي له پلټنو ورته معلومه شوې چې ددغه وژل شوې ښځې مېړه په دوبۍ کې میشت دی اؤ د جمعې په ورځ د هغې لیور هغه مهال پخپله ورندار ډزې کړي اؤ وژلې یې ده چې هغې په موبایل فون د چا سره خبرې کولې.

د پولیس وینا ده چې د زینب له وژلو وروسته د هغې لیور تښتېدلی دی.

پولیس وایي چې دې وژنې ته د غیرت په نوم د وژنې په نوم ګوري

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.