د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې چې روانه میاشت یې د پنجاب څخه ۳۸ ترهګر نیولي

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعو کړې ده چې د پنجاب بیلابیلو ښارونو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې روانه میاشت ۳۸ ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي ویاند د خالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دا عملیات په لاهور،رحیم یار خان،ناروال، راولپنډۍ،ملتان،جهنګ،سرګودها، خانیوال، وهاړي، بهاولپور،لودهرا،بهاولنګر،بکر اؤ نورو سیمو کې ترسره کړي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي چې په نیول شوؤ ترهګرو کې د ټي ټي پي اؤ داعش دوه مهم کمانډران هم شامل دي چې د هغوي سره وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.

د سي ټي ډي ویاند د نیول شوؤ ترهګرو نومونه فهیم، وحید، سعود، طاهر، باچا، شاهد، رحمان ګل، شیر جان، عمر ایاز، سبحان اؤ نور ښودلي اؤ ویلي یې دي چې هغوي په امنیتي ځواکونو اؤ مهمو حکومتي تنصیباتو د بریدونو پلانونه جوړول.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو وینا کړې وه چې د پنجاب صوبې نه یې د القاعده یو مهم مشر امین الحق نیولی چې د اسامه بن لادن نزدی ملګری ؤ او نوم یې د ملګرو ملتونو د بنديزونو فهرست کې هم شامل و.

رويټرز خبري ادارې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو له قوله ویلي وؤ، د القاعده مشر امين الحق یې نيولی، او د 9/11 د ماسټر ماينډ اسامه بند لادن سره ډېر نزدې وو.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) ويلي، د امين الحق پرضد یې مقدمه درج کړې او په هغه د مهمو تاسيساتو (تنصيباتو) د تباه کولو تور لګول شوی دی.

د القاعده مشر اسامه بن لادن په کال 2011م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وژل شوی وو.

پنجاب صوبه کې سي ټي ډي وخت په وخت د تحریک طالبان پاکستان او القاعده د غړو د نیولو دعوې کوي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې دا مهال د القاعده او نورو توندروه ډلو مرکزونه او نظریاتي بنیادونه په پنجاب صوبه کې دي خو په دغه صوبه کې بیا د امنیت وضعه هغه شان نه ده خرابه څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.