د لبنان په جنوب کې د اسرایل په برید کې دوه تنه وژل شوي دي

په 27م جولای د اسرایل د ولقې لاندې د ګولان په غرونو کې د فټبال په یو میدان شوي راکټي برید چې پکې 12 ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي، اسرایل ویلي وو چې ایران پلوه وسله والې ډلې حزب الله ته به سخت ځواب ورکوي.

اسرايل په لبنان کې د حزب الله اهداف په نخښه کړي، او د لبنان په جنوب کې د اسرایل په برید کې ۲ تنه وژل شوي دي.

دا سمدست له هغې وروسته چې د لبنان څخه د ګولان په غرونو کې د فټبال په ميدان راکټې ويشتل شوې او 12 تنه پکې وژل شوي وو، په داسې وخت کې د لويدیځ سفارتکار هڅه کوي په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو مخه ونيسي.

په 27م جولای د اسرایل د ولقې لاندې د ګولان په غرونو کې د فټبال په یو میدان شوي راکټي برید چې پکې 12 ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي، اسرایل ویلي وو چې ایران پلوه وسله والې ډلې حزب الله ته به سخت ځواب ورکوي.

حزب الله بیا په مجدل شمس کې شوي دغه برید کې د لاس لرلو نه انکار کړی. دغه برید تیرکال اکتوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. د یاد برید وروسته په غزه کې جګړه پېل شوې چې اوس څو ځایونو ته خوره شوې ده.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ د اسرايل پوځ ویلي، د حزب الله د وسلې ډپو یې په هدف کړی دی.

د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د امریکې د سفر څخه زر ستون شو، د امنيت کابينې سره د حالاتو په اړه ليدلي دي.

د اسرايل د دفاع وزير يوف ګولنت په ټولنيزو رسنیو د مجدل شمس په پېښه د غمرازۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي، "مونږ د ایران پلوه حزب الله ته ډاډ ورکوو چې د دې تاوان قيمت به ورکوي".

له دې وړاندې وزیراعظم نېتن ياهو خبرداری ورکړی وو، "حزب الله به د دې کار دومره دروند قيمت ورکړي چې تراوسه یې نه وي ورکړی".

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن په جاپان کې خبري غونډې ته ويلي، "مونږ د خلکو په وژنه خفه يو، په حقيقت کې د دغه بريد نخښانې ښيې راکټ د حزب الله وو".

د امریکې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، امریکا ګڼي چې دغه بريد حزب الله کړی دی، خو داسی فکر هم کيږي چې دا يوه حادثاتي پېښه وه خو نتيجه یې لا مخې ته نه ده راغلی چې د برید په شا کومه اراده وه.

سفارتکارو په اسرايل او لبنان او حزب الله د زغم څخه کار اخستو غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش هم په فريقېنو د زغم څخه کار اخستو او شخړې نورې نه سېوا کولو غوښتنه کړې ده.