لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال په میدان شوي برید وروسته اسرایل حزب الله ته د سخت ځواب ورکولو ژمنه کړې


Destroyed children's bicycles at the site of a rocket attack in the Druze town of Majdal Shams, in the Israeli-controlled Golan Heights, July 27, 2024.
Destroyed children's bicycles at the site of a rocket attack in the Druze town of Majdal Shams, in the Israeli-controlled Golan Heights, July 27, 2024.

د اسرایل د ولقې لاندې د ګولان په غرونو کې د فټبال په یو میدان شوي راکټي برید چې پکې ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي، اسرایل ویلي چې ایران پلوه وسله والې ډلې حزب الله ته به سخت ځواب ورکوي.

حزب الله بیا په مجدل شمس کې شوي دغه برید کې د لاس لرلو نه انکار کړی. دغه برید تیرکال اکتوبر ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي برید وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. د یاد برید وروسته په غزه کې جګړه پېل شوې اوس څو ځایونو ته خوره شوې.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو چې د امریکا سفر یې پاې ته رسېدلی او تمه ده چې د اتوار په ورځ ناوخته به په هیواد کې د امنیتي کابینې غونډه کې د اسرایل ځوابي برید په اړه خبرې کوي.

د مجدل شمس سېمې په دروز کلي کې په راکټي‌ برید کې وژل شوي ماشومانو او تنکي ځوانانو د جنازې مراسم ترسره کړي. دغه سیمه د کال ۱۹۶۷ په جګړه کې اسرایل د شام نه نیولې او د ځان سره یې ورګډه کړې، خو دغه ګام لا هم تر اوسه ګڼو هیوادونو نه دی منلی.

د فټبال دغه میدان د خالي/ شنبې په ماښام په نخښه شوی. حزب الله لومړی اعلان کړی وو چې د اسرایل پوځي مرکزونه یې په نخښه کړي، خو بیا یې په مجدل شمس کې شوي راکټي برید کې د لاس لرلو نه انکار وکړو او زیاته یې کړه ٫٫ د دغه پېښې سره یې هیڅ تړاو نشته او په دغې اړه د دروغو ټول تورونه ردوي٬٬

د اسرایل خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي ٫٫ د دوي د انکار برعکس، حزب الله یواځینۍ ډله ده چې د تېرې ورځې د خونړۍ وژنې ښکاره ذمه وار دي. کوم راکټ چې زمونږ هلکان او جینکې وژلي ایرانی راکټ دی او په دې سیمه کې حزب الله یواځینۍ ډله ده چې ایراني راکټونه لري.٬٬

د اسرایل د پوځ یو ویاند خبریالانو ته ویلي وو چې د برید وروسته شوي پلټنې ښايي چې برید کې د ایران جوړ فلق -۱ راکټ کارول شوی. حزب الله د خالي / ښنبې په ورځ اعلان کړی وو چې دوي فلق -۱ میزایلو د اسرایل د پوځ هېډ کوارټر په نخښه کړی.

د اسرایل د دفاع وزیر ګېلانټ د مجدل شمس سفر کړی او ویلي یې دي ٫٫ په دښمن به سخت وار کوو٬٬ د اسرایل پوځ ویلي چې دغه راکټ د جنوبي لبنان شیعا سیمې نه وېشتل شوی.

د لبنان امنیتي ځواکونو تر مخه د خالي/ شنبې په شپه او د اتوار په ورځ د جنوبي لبنان په ګڼو برخو او د شرقي لبنان په البقاع کلي راکټي بریدونه ویشتل شوي. د اسرایل پوځ ویلي چې دوي د لبنان دننه د حزب الله یو شمېر مرکزونه په نخښه کړي خو په لویه کچه د کوم پوځي عملیاتو لپاره به د امنیتي‌ کابېنې منظوري پکار وي.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG