د پاکستان پوځ او بلوڅ يکجهتي کميټۍ په يو بل د حملو دعوې کړي

د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ شمېره نه ده ويلې، خو وايي "په روغتونونو کې جسدونو کتو ته نه پرېښودل کيږي، او که دوی ته کوم ډول تاوان ورسېدو، زمه وار به یې د پاکستان رياست وي".


بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په اېکس (پخواني ټويټر) خپره کړې ويډيو کې د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ وايي، په 28مه جولايۍ یې د [بلوچ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډې] پرامنه جلسه کوله خو رياست یې پرضد د تېرو دوو اونيو څخه پوره قوت کارولی په تېرو درېو ورځو کې یې نزدې 1000 تنه نيول شوي دي. ګوادر کې د دوی پرضد په دویم ځل عمليات شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچ راجي مچي په نوم متشدده ګڼې په ګوادر ضلعه کې په ډيوټۍ مامورو امنيتي ځواکونو حمله کړې، په نتيجه کې یې يو سپاهي وژل شوی دی.

د بلوچستان وزيراعلا سر فراز بګټي وايي، د تشدد اجازه نه شو ورکولی، د مذاکراتو دروازې مو پرانستې دي.

ماه رنګ بلوڅ دعوه کړې، "رياست یې د پرامنه جلسې ودرلو هڅه کړې، په درېو ورځو کې یې 1000 کسان نيول شوي، د څلورو ورځو نه په ګوادر کې نېټ ورک بند دی، کرفيو لګول شوې ده، اېف سي، پوليس، او د وژونکي سکواډ کسان خلک په کوڅو کې عام خلک نيسي او وهي يې، په ګوادر پرلت کې مونږ په دويم ځل د کرېک ډاون سره مخامخ شو، اېف سي او پوليس د مذاکراتو په ځای د پرلت په منتظيمنو تشدد وکړو، مونږ ته هیڅ درک نشته چې څومره ژوندي دي او څومره ژوبل دي، دا ټول د پاکستان رياست کوي".

ماه رنګ بلوڅ شمېره نه ده ويلې، خو وايي "په روغتونونو کې جسدونو کتو ته نه پرېښودل کيږي، او که دوی ته کوم ډول تاوان ورسېدو، زمه وار به یې د پاکستان رياست وي".

د پاکستان پوځ وايي، "د تشدد ډکو مظاهره چيانو د يو عسکر د وژلو په ګډون 16 عسکر ژوبل کړي دي، او بل لور ته په ټولنیزو رسنیو جعلي ويډيوز خپروي او همدردۍ ترلاسه کوي".

پوځ زیاته کړې، "امنیتي ځواکونو د پارولو باوجود د ملکي وګړو د وژنو څخه بچ کېدو دپاره د انتهايي زغم نه کار اخستی دی".

پوځ ویلي، "د تشدد څخه ډک اقدامات د قبلولو وړ نه دي، زمه واران به یې د قانون منګولو ته راوستلی شي"، پوځ په خلکو غږ کړی د پروپېګنډې ښکار نه شي، پرامنه پاتې شي او د امنيتي ادارو مرسته وکړي.

د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل، "د ماه رنګ بلوڅ سره حکومت معاهده کړې وه چې کله به هم پرلت کوي، جلسه جلوس کوي، د صوبايي حکومت نه به اجازت اخلي، مونږ ورسره په سر کې خبرې کړې وې چې جلسه دې په تربت کې وکړي، په ګوادر کې یې ولې کوي، ځکه د اګست په مياشت کې غټه پلاوی راځي او د سي پېک دويم پړاو پيليږي".

هغه وویل، "دا پرامنه خلک مخ ولې پټوي، په اېف سي ډزې ولې کوي، يو لانس نايک ولې وژل شوی، دا څنګه پرامنه دي؟ ما وړاندې ويلي وو چې پاکستان باندې يو منظمه جګړه پيل کيږي، او زمونږ سياسي خلک هم په دې پوهېدو ته نه دي تيار".

هغه وويل، "که په تربت کې یې جلسه کولی مونږ ورته پوره امنیت ورکولو، د هغو اراده د دې جلسې پرامنه نه وه، د هغو مقصد هغه ټول څه تباه کول وو د کوم نه چې د بلوچستان خلکو ته خېر وو".

سرفراز بګټي وويل، "حکومت نن يو ځل بيا د مذاکراتو اعلان کوي، زمونږ سره دې مذاکرات وکړل شي، اپوزيشن دې پکې کردار ادا کړي. لاړ دې شي، چاته به هم د قانون په لاس کې اخستو اجازت ور نه کړو، هغوی لاشونه غواړي په لاشونو سياست کول غواړي، مونږ به یې داسې کولو ته پرې نه ږدو".

له دې وړاندې بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ويلي، د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې یې پرلت روان دی، دوه غوښتنې یې وړاندې کړي دي. حکومت ویلي، د پاکستان د ايين ترمخه، خبرو ته تيار دي.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په نوم اېکس (پخواني ټويټر) څخه جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي، ګوادر کې د [بلوچ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډې] پرلت روان دی.

ويل شوي، پرون "په 28مه جولايۍ دوی جلسه کوله"، خو دعوه یې کړې، "د رياستي ترهګرۍ، بربريت او وحشت له سبب دوی اوس دغه جلسه د نامعلومه وخته پورې په پرلت بدلوي".

بيان کې ويل شوي، "پرلت د رياست نه دوه غوښتنې لري، يوه دا چې چرته چرته قافلې ودرول شوي، هغو ته دې ګوادر ته د ورتلو اجازت ورکړل شي او بل چې د دوی څومره کسان نيول شوي هغوی دې په 48 ساعتونو کې خوشي کړل شي کنه دغه پرلت به د نامعلومه وخته پورې روان وي، او دوی په ګوادر کې خبرو ته تيار دي".

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د بلوڅ قامي غونډې ته په غبرګون کې ويلي وو، "حکومت د پرامنه احتجاج څخه نه دي منع کړي خو د قانون په لاس کې اخستو اجازت نه شي ورکولی".

خو نوموړي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د يو تن وژنې او اووه نورو ژوبلېدو او ګرفتاريانو په اړه څه نه وو ويلي.

په ګوادر کې د بلوڅ يووالي يا يکجهتي کمېټۍ له خوا بلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ کوي.

نوموړې ويلي، هدف يې د هغو ستونځو لپاره غږ پورته کول دي، چې ورباندي سياسي ګوندونه پټه خوله دي