د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلا امير حېدر خان هوتي د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي حکومت دا فيصله رد کړې چې په مردان کې د ګرېټر باچا خان کېمپس د تعليم او صحت ځمکې خرڅې کړي.
دوه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي وو، چې د مردان ضلعې پوهنتونونه د مناسبه منصوبه بندۍ بغېر جوړې کړل شوې وې، حکومت به د دغو پوهنتونونو اضافي ځمکې خرڅوي چې مالکانوته یې پېسې ورکړي.
د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) په وروستیو کې صوبايي حکومت ته ويلي چې په مردان ضلعه کې د پوهنتونونو دپاره کومې ځمکې اخستل شوي او د مالکانو پېسې یې پاتې دي هغه دې ورته ورکړل شي.
په مردان کې په ګرېټر باچا خان کېمپس يا تعليمي ښار کې عبدالولي خان پوهنتون، باچا خان مېډېکل کالج، زرعي پوهنتون، اينجينيرنګ پوهنتون، ډېنټل کالج، بېنظير چلډرن روغتون، نيوکليير مېډېسن سنټر، برن سنټر، د مصنوعي اعضاو مرکز، نرسنګ کالج، فارنزک ليبارټري او هاسټلې شامل وې چې پکې زياتره نه دي جوړ شوي.
د سپريم کورټ د حکم وروسته وزیراعلا علي امين ګنډاپور دوه ورځې وړاندې مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو، په مردان کی پوهنتونونه د مناسب منصوبه بندۍ بغېر جوړ کړل شوي، او صوبایي حکومت فیصله کړې چې د پوهنتونو زمکې خرڅی کړي او مالکانو ته د هغو پاتې پيسې ورکړي.
"څومره ځمکې چې د پوهنتونونو دپاره اخستی شوي داسې ښکاري چې د پوهنتونونو دپاره نه بلکې د خپل بادشاهت دپاره اخستل شوي، په 1200 کناله کومه یونیورسټي جوړیږی په دغو پوهنتونونوکې اسونه زغلول دي، که ماشومان به پکې سبکونه وایي، په کومو ځمکو چې سېکشن څلورم لګول شوی د سپریم کورټ حکم دی چې پیسې ورکړو او په هغې کی د اربونو روپو فرق دی د عوامو د ټیکسونو پیسې ولې په دې کې ولګوو".
مردان کې نن عوامي نېشنل ګوند د وزيراعلا علي امين ګنډاپور د اعلان پرضد احتجاج کړی او د تعليم په حق کې یې نعرې وهلې.
احتجاج ته په وينا کې په صوبه کې د عوامي نيشنل د حکومت د وخت پخواني وزیراعلا امير حېدر خان هوتي وويل، لس کاله وړاندی باچا خان ګریټر کیمپس د هغوی په حکومت کې منظور شوی، په هغې کې د تعليم او صحت دپاره ګڼ شمېر منصوبې شاملې وې، خو د دوی وروسته صوبايي حکومت تراوسه په دغه منصوبه پوره کولو ناکامه دی.
"باچا خان میډیکل کالج سره پوره یو میډیکل سيټي جوړول وو په 1000 ګناله باندې هغه جوړ نه شو په هغې کې د کېنسر د علاج مرکز، د سوځېدلو ناروغانو دپاره د صحت مرکز وو، د مصنوعي اعضاو د علاج مرکز ، میډیکل کالج، نرسنګ کالج او هاسټلونه وو پکې، او فارنزک لیبارټری وه خو هغه جوړ نه شو او چی ځمکه یې خرڅه کړي نو د چا تاوان وشو".
هغه وويل، د ولس سره به جرګې کوو او ولس به په دې پوهه کوي چې د وزيراعلا علي امين ګنډاپور د اعلان پرضد راپاڅي او د دغسې کولو مخه یې ونيسي او د دې دپاره قانوني لارې چارې هم لټوي.
په کال 2009م کې د عوامي نيشنل ګوند په صوبايي حکومت کې په مردان ښار کې د ګرېټر باچا خان تعلیم او صحت کېمپس منظوري ورکړل شوې وه، او د دې دپاره 5000 کناله ځمکه اخستل شوې وه.، چې پکې د صحت د اووه څانګو نه علاوه زرعي پوهنتون او میډیکل کالج هم شامل وو او بیا وروسته د تحریک انصاف په حکومت کې 400 کناله ځمکه د اينجينيرنګ پوهنتون دپاره ورکړی شوی وه خو د سپریم کورټ له خوا صوبایي حکومت ته ویل شوي چې د ځمکو مالکانو ته پاتې پیسی ورکړي.
د قانون پوهان وایي د حکومت لخوا چې یو ځل ترقیاتي منصوبه تیاره شي هغه بیا نه شي واپس کیدای.
قانون پوه اېډوکېټ اکبر هوتي وايي، " چې کله يو ځای د يو مقصد دپاره واخستل شي او هغه مقصد نه ترسره کيږي نو نو حکومت هغه نه واپس کولی شي او نه یې خرڅولی شي او نه یې نيلام کولی شي".
هغه زياته کړه، د پېسو ورکولو دپاره د دغو ځمکو خرڅول کمزوری دليل دی.
د مردان ضلعې په تعلیمي منصوبو کې عبدالولي خان پوهنتون فعاله دی چی پکې د 16000 پورې طالب علمان زدکړې ترلاسه کوي خو د زرعي پوهنتون او میډیکل کالج خپلې ودانۍ او په هغې کې د مختلفو څانګو عمل تراوسه نیمګړی پاتی دی.