کوهاټ: دره ادم خېل کې يو کور ته د باراني اوبو ننوتو پېښه کې 11 تنه مړه شوي

د رېسکيو 1122 خېبرپښتونخوا وياند وي او اې ډيوه ته وویل، پېښه کې شپږ ماشومان، درې ښځې او دوه سړي مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلعه دره ادم خېل کې د يو کور لاندې خانې ته باراني اوبو ننوتو پېښه کې 11 تنه مړه شوي دي، د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 پېښه کې د مړينو خبر تاييد کړی دی.


د رېسکيو 1122 خېبرپښتونخوا وياند بلال فېضي وي او اې ډيوه ته وویل، پېښه نن سهار د کوهاټ د دره ادم خېلو په پخواني بازيد خېلو کې شوې، شپږ ماشومان، درې ښځې او دوه سړي پکې مړه شوي دي


نوموړي وویل، سهار وختي باراني اوبه د کور لاندې خانې ته ننوتي، د کور يوه برخه یې هم غورځولې، د کور خلک په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، د کور د لاندې خانې څخه د مړو راويستو عمل خواوشا په څلورو ساعتونو کې ترسره شوی دی.


قبايلي ضلعه باجوړ کې هم د يو کور د چت غورځېدو پېښه کې د يو ماشوم په ګډون د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی، خو چارواکو یې تراوسه په رسمي توګه تاييد نه دی کړی.

پرون د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې هم د باراني اوبو او خوړ راوتو پېښه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي وو.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او اغېزمنې کورنۍ سره یې د مالي مرستو اعلان کړی وو.

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) پرون ويلي، راتلونکو درېو ورځو کې خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې تېز بارانونه امکان لري.

اېن ډي اېم اې اړونده ادارو ته د چمتو پاتې کېدو لارښوونه کړې او د خطرو سره مخ علاقو کې یې د اقداماتو کولو ويلي وو.

د ادارې په وينا، کومې علاقې چې د تېزو بارانونو او خوړونو او سېلابونو راتلو سره مخ کيږي هلته دې خلک په سېلابي اوبو کې د تلو څخه ډډه وکړي