د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور ویلي چې د دوي اؤ اسټیبلشمنټ(پوځ) تر منځ رابطې اؤ خبرې اترې کیږي خو تر اوسه ورسره کومې غوڅې مرحلې یا پړاؤ ته نه دي رسیدلي.
د خالي په ورځ د پېنډۍ د اډیاله زندان مخې ته رسنیو سره خبرو کې ښاغلي ګنډا پور ویلي چې که غلطي زمونږ ثابته شوه نو بخښنه به هم وغواړو،خو چې د نهم مئ د پېښې ذمه وار مونږ نه یو نو بخښنه به راباندې څوک غواړي؟
اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند بندي مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان خبریالانو سره خبرو کې یو وارې بیا ویلي وؤ چې (اسټبلشمنټ سره) مذاکراتو ته تیار دی خو ویلي یي وؤ چې دې لپاره ده ته خپل غلا کړل شوی مینډيټ بېرته ستنول اؤ د ګوند ټول بندي کارکنان به یې خوشې کول وي.
عمران خان د خپل حکومت له ختمېدو وروسته د تېرکال د اګست د میاشتې راهسې زندان کې پروت دی اؤ هغه ته فرورۍ کې د شوؤ ټولټاکنو نه لږې ورځې وړاندې په ځېنو مقدمو کې سزاګانې اورول شوې وې.
د خپل حکومت نسکورولو تورونه په لمړي سر کې عمران خان اؤ د هغه د ګوند نورو مشرانو په پوځ لګولي وؤ خو په دې وروستیو کې ښاغلي خان ویلي چې هغه د پوځ سره مذاکراتو ته تیار دی.
د پاکستان په حکومتي ایتلاف کې د شاملو ګوندونو مشرانو په عمران خان نیوکې کړي چې د سیاستمدارانو پځای پوځ سره معاملې کول اؤ پوځ سیاست ته راښکل غواړي خو عمران خان تېره ورځ ویلي وؤ د یو داسې کمزوري حکومت سره به څه مذاکرات وکړي چې یوازې د څلورو حلقو په پرانستو سره ړنګیدلی شي.
وزیر اعلا علي امین ګنډا پور وویل د ایین د سر لوړۍ اؤ حقیقي بالادستۍ لپاره به قام همدغسې ولاړ وي اؤ خپله مبارزه به پرمخ وړي.
کله چې د هغه نه د اسټیبلشمنټ سره د مذاکراتو په اړه پوښتنه وکړل شوه نو وي ویل "خبرې اؤ مذاکرات خو زمونږ تر منځ کیږي،راکیږي خو دا تر اوسه کوم فیصله ییز پړاؤ ته نه دي رسیدلي"
د پښتونخوا وزیر اعلا وویل د عمران خان وینا ده چې زمونږ مینډيټ تروړل شوی دی اؤ تر ننه زمونږ د ګوند ښځينه فعالانې په زندانونو کې پرتې دي.
پخوانی وزیراعظم عمران خان دا وخت په لسګونو مقدمو سره مخ دی اؤ خپله عمران خان اؤ دهغه ګوند وایي چې په هغه ټول تورونه د سیاسي انتقام په اساس لګول شوي چې مقصد یې اقتدار ته د عمران خان د رسېدو مخه نیول دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان عدالتونو د توشه خانې اؤ سایفر قضیو کې د عمران خان سزاګانې ځنډولې دي خو د عدت په مهال د نکاح کولو قضیه کې ټرایل کورټ هغه ته سزا اورولې ده.
پروسکال د مې میاشت کې رامنځته شوؤ د اړي ګړي اؤ تشدد د پېښو کې هم په عمران خان د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه روانه ده.
پخپل سر د نیونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې "یو این ورکنګ ګروپ آن آربټریری ډیټینشن" د جولایي په میاشت کې په خپل بیان کې ویلي وؤ، د عمران خان په غیر قانوني توګه نیول اؤ زاندان ته اچول د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده اؤ په دې غیر قانوني نیونه باید عمران خان ته تاوان یا هرجانه ورکړل شي.
خو د پاکستان د قانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ د ملګرو ملتونو د کاري ډلې دغه بیان بې ضرورته بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان کې عدالتونه ازاد دي اؤ هر چاته انصاف ورکړل کیږي.
عمران خان د کال 2018م په ټولټاکنو کې له کامیابۍ وروسته د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی ؤ اؤ بیا په کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک کامیابولو له لارې د هغه اقتدار ختم کړی ؤ.
له خپل حکومت ړنګېدو وروسته عمران خان تور لګولی ؤ چې پارلیمان نه د هغه په ضد د بې باورۍ تحریک کامیابولو کې د امریکې اؤ د پاکستان د پوځ لاس ؤ خو امریکې اؤ پاکستاني پوځ دواړو د عمران خان دا تورونه رد کړي دي.
د عمران خان د حکومت ړنګېدو وروسته د هغه په ضد ګڼ شمیر قانوني مقدمې درج کړل شوي دي اؤ ددغو مقدمو په اساس هغه د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټاکنو کې د برخې اخستو لپاره هم عدالت نا اهله ګرځولی ؤ خو د هغې باوجود هم د عمران خان ملاتړو کاندیدانو په دې انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې.
په قامي پارلیمان کې که هر څو څوکۍ د عمران خان د ملاتړو پارلیماني غړو زیاتې وې خو مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند خپلو کې اتحاد وکړو اؤ ځېنې ازاد غړي یې هم ځان سره ملګري کړل اؤ ګډ حکومت یې جوړ کړو.
امریکې، برتانیې اؤ اروپایي اتحادیې پاکستان کې د فرورۍ میاشت کې ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د درغلۍ په تورونو اندېښنې ښودلې اؤ ددې د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.