بنګله دېش کې د خونړيو احتجاجونو وروسته وزيراعظمې شېخ حسينه واجد استعفا ورکړې
فضل عزيز
کراچۍ
بنګله دېش کې د خونړيو احتجاجونو وروسته د هيواد وزیراعظمې شېخ حسينه واجد استعفا ورکړې، رويټرز د څو سرچينو له قوله ويلي، هغه د ملک څخه تښتېدلې ده.
نن په پينځم اګست قام ته په وينا کې د پوځ مشر وقار الزمان وويل، حسينه واجد ملک پرېښودی او عبوري حکومت به جوړولی شي.
هغه زياته کړې، ټول به په ګډه د ملک دپاره کار کوو.
وقار الزمان زياته کړې، په ملک کې د اېمرجنسي یا کرفيو لګولو ضرورت نشته.
هغه په زده کوونکو غږ کړی چې پرامنه پاتې شي، او ويلي يې دي، د عبوري حکومت دپاره به د صدر او ټولو سياسي ګوندونو د استازو سره ويني.
مطبوعاتي رپورټونو ويلي، حسينه د خپلې خو رسره په هيلي کاپټر کې هند ته تللې ده، سي اېن اېن او نيوز 18 چېنلو ويلي، هيلي کاپټر د هند د شمال ختيځ تريپورا رياست په اګراتالا کې کې کوز شوی دی.
په بنګله دېش کې د وزیراعظمې شېخ حسينه واجد له استعفا او د پوځ د مشر له خوا د موقتي حکومت د جوړېدو له اعلان سره سره په ډهاکه کې وضعیت کړکېچن دی او په ډېرو ځایونو کې احتجاجونه دوام لري.
د بنګله دېش ډیلي سټار ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوې ډلې احتجاج کوونک د دغه هېواد د سپریم کورټ چیف جسټس په حکومتي کور برید کړی او هغه یې لوټ کړی دی.
د ورځپاڼې په وینا، حمله کوونکو د ګل په ماښام د ډهاکې په کوکریل سیمه کې د چیف جسټس عبید الحسن په حکومتي کور ته ننوتلي او هغه ته یې زیان رسولی دی.
د ورځپاڼې په وینا برید کوونکو د چیف جسټس کور د موټرو او فرنیچر په ګډون زیاتره سامانونه هم لوټ کړي دي.
د بنګله دېش د رسنیو له مخې، په ډاکه کې د شیخ حسینه د کابینې د ځینو وزیرانو او د عوامي لیګ د مشرانو پر کورونو د قهرجنو مظاهره چیانو د برید او ویجاړولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د شیخ حسینه له استعفا وروسته قهرجنو مظاهره چیانو له خوا حکومتي ملکیتونه او نورې مهمې ودانۍ ویجاړې شوې. قهرجنو مظاهره چیانو د وزیر اعظم پر ماڼۍ هم برید وکړ او ویجاړه یې کړه.
ټيلي ويژن چېنلو ښکاره کړي، چې خلک د بنګله دېش پلازمينه ډهاکه کې په سړکونو راوتلي، نعرې یې وهلي، او د زرګونو په شمېره کې خلک د حسينه واجد په سرکاري کور ورغلي، ميټايانې يې وېشلي او د ګټې جشن یې کړی دی.
خلکو نعرې وهلي، "هغه د ملک څخه وتښتېدله".
په ټيلي ويژن چېنلو ليدل شوي، په ډهاکه کې مظاهره چیان د حسيه واجد د پلار او د بنګله دېش د ازادۍ مشر شېخ مجيب الرحمان غټې مجسمې ته ختلي، په څټکو او تبرونو یې د هغه په سر ګوزارونه کړي دي.
له دې وړاندې بنګله دېش کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ هم د حکومت مخالفه مظاهرو نوې لړۍ روانه وه او په دغو مظاهرو کې د وژنو شمېره نزدې 100 ته رسېدلې وه. مظاهره چيانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې وه، او زیراعظمې په دوی د ګډوډۍ يا تخريب کارۍ تور لګولی او د امنيت قابو کولو دپاره یې انټرنېټ بندولو ويلي وو.
د بنګله دېش په بنګالۍ ژبه کې يادې ورځپاڼې (پروتوم الو) ويلي، د تشدد په پېښو کې د 14 پوليسو په ګډون 95 کسان وژل شوي دي. چېنل 24 نيوز ويلي، لږ تر لږه 85 کسان وژل شوي دي.
د بنګله دېش پوځ د اتوار د ماښام څخه د نامعلومه وخته پورې کرفيو/ګرځبنديز لګولی، ويل شوي وو، کرفيو به پلازمينه ډهاکه، ډويژنل او ضلعي مرکزونو کې وي. حکومت له دې وړاندې په ډهاکه او ځينو نورو ځايونو کې کرفيو لګولې وه.
مظاهره چیانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې وه، يادې مظاهرې تېره میاشت د زده کوونکو لخوا په سرکاري نوکرو کې د کوټې ختمولو دپاره پيل شوې وې.
يادې مظاهرې په تشدد بدلې شوې او د 200 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.
په وروستيو اوونيو کې په بنګله دېش کې لږ تر لږه 11,000 کسان نيول شوي، او د ناامنۍ له امله په ټول ملک کې سکولونه او پوهنتونونه تړل شوي او چارواکو په ځای د ډز کرفيو لګولې وه.
بنګله دېش کې اوسنۍ مظاهرې څنګه پيل شوې؟
بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام خلاف په 15مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې خو کله چې سپریم کورټ په سرکاري ملازمتونو کې د کوټه سسټم خلاف د هایکورټ فیصله معطل کړه نو دا مظاهرې یو څه ودرېدلې وي.
مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د 30 فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.
مظاهره چیانو تور لګولی وو چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.
عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند وو چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال 1971م کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.
تیره میاشت په دې احتجاجي مظاهرو کې شدت هغه وخت پیدا شو چې د مظاهرو راجوړونکو دعوه وکړه چې پولیسو او حکومت پلوه ډلو په دوي حملې کړې دي.
د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته وزیراعظم حسینه واجد په ګرد هیواد کې کرفیو پځای کړې وه او د انټرنیټ او موبایل فون خدمات یې تړلي وو.
د جنوبي ایشیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د فنډ سیمه ییز مشر سنجی وجسیکارا د جمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي وو چې د مظاهرو په مهال وژل شوو کې 32 ماشومان هم شامل وو.
هغه ویلي وو ورته معلومه شوې ده چې چارواکو د دې مظاهرو سره د تړاو په تور ماشومان هم نیولي دي.
ملګرو ملتونو او امریکې بنګله دېش کې په مظاهره چیانو د شوي تشدد غندنه کړې وه.