روان کال کې 139 پوځيان وژل شوي دي، ټي ټي پي فتنه الخوارج ډله ده

د پاکستان د پوځ ویاند نن په پينځم اګست د يو ساعت نه زيات وخت خبري غونډه کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ، تحریک طالبان پاکستان، ترهګرۍ ضد عملياتو او نهمې مې د پېښو سره په نورو موضوعاتو څرګندونې وکړې

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري وايي، "بلوڅ يکجهتي کمېټي او تش په نوم مشرتابه یې د ترهګرو ډلو او جرايم پېشه و پراکسي ده. لاقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي د فتنته الخوارج ډله ده. په نهمه مې د پوځ په دريځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی نه به راشي. د ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي".

د پاکستان د پوځ ویاند نن په پينځم اګست د يو ساعت نه زيات وخت خبري غونډه کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ، تحریک طالبان پاکستان، ترهګرۍ ضد عملياتو او نهمې مې د پېښو سره په نورو موضوعاتو څرګندونې وکړې.

بلوڅ يکجهتي کمېټي

هغه وویل، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ "کار دا دی چې کومې د قانون نافذونکو ادارې د ترهګرۍ ضد، جرايم پېشه و او سمنګلرانو پرضد کارروايانې کوي د هغو پرضد پروپېګنډا وکړي او بدنام یې کړي، په بلوچستان کې پرمختيايي منصوبې لانجمنې کړي، په بهرنيو فنډونو او بيانيه خلک راجمع کوي، د رياست عملداري چېلنج کوي، بې ځايه غوښتنې کوي".

د پوځ ویاند دغه څرګندونو ته بلوڅ يکجهتي کمېټۍ سمدستي غبرګون نه دی ويلی، خو پوځ وياند دغه خبرې په داسې وخت کې وکړې، چې د بلوچستان صوبې په ساحلي ګوادر ښار کې په 28مې جولايۍ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ (بلوڅ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډه) اعلان کړې او دغه غونډه بيا په پرلت بدله شوې وه، کومه چې تراوسه روانه ده.

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ تېره شپه په اېکس (پخواني ټویټر) خپره کړې اعلاميه کې ويلي وو، په ګوادر کې د بلوڅ راجي مچي پرلت روان دی.

د اعلاميې ترمخه، "رياست په مذاکراتو کې سنجيده نه دی، د مذاکراتو په وخت ټول بلوچستان کې طاقت کارول شوی، مکران په بشپړ ډول تړل شوی، او د مذاکراتو په نوم مونږ ته ګواښونه کيږي او ځورول کيږو".

له دغې وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو وزير میر ضيا لانګو ويلي وو، بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ورسره مذاکرات کړي خو بيا يې پرلت نه دی ختم کړی او هغه تور لګولی وو، د دغو خلکو ايجنډا د هندوستان ده.

په ګوادر کې د يکجهتي کمېټۍ يا يو والي کمېټۍ له خوا بلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ کوي. نوموړې ويلي، هدف يې د هغو ستونځو لپاره غږ پورته کول دي، چې ورباندي سياسي ګوندونه پټه خوله دي.

ترهګرۍ ضد عمليات او ټي ټي پي

د پوځ وياند وويل، "پوځ او امنيتي ادارو روان کال د ترهګرۍ ضد 23,622 لوی واړه عمليات کړي، يواځې په تېرو 15 ورځو کې 2045 عمليات شوي او په دې 15 ورځو کې 24 ترهګر وژل شوي دي".

هغه وویل، "د ترهګرۍ د خاتمې دپاره پوځ، پوليس او نورې ادارې هره ورځ د سلو نه زيات عملیات کوي".

د پوځي ویاند په وينا، "د پاکستان حکومت په وروستيو کې د يوې مهمې فيصلې او اعلاميې ترمخه، لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فتنه الخوارج په نوم نومولې ده او په راتلونکې کې به دا په دې نوم يادول کيږي او دې ډلې سره تړلی هر ترهګر به خارجي يادول کيږي ځکه دا فتنه ده، دا نه کوم تحریک دی او نه یې د دين اسلام او پاکستان سره کوم تعلق شته".

هغه وويل، "په 28 او 29 جولايۍ مومندو کې استخباراتي عملياتو کې د فتنه الخوارج خارجي قاري عرف ناري وژل شوی دی، او په ډېره اسماعيل خان کې يو مهم خارجي صفت عرف منصور وژل شوی، صفت په 12 دسمبر 2023م درابڼ کې د ځانمرګي بريد سهولت کارۍ سره نورو ترهګرو پېښو کې ککړ وو".

هغه زياته کړه، "د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي".

افغانستان او ايران سره پوله

د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو په اړه نوموړي وويل، د دغه ازغن تار له امله د يو لور نه څه نه شي راتلی، او د افغانستان سره خواوشا 2600 کلوميټره پوله ده او د ايران سره یې خواوشا 950 کلوميټره ده، دا اوږد او سخت عمل دی، د ازغن تار له امله غېر قانونه تګ راتګ کم شوی او ګټې یې هم دي.

د افغانستان او پاکستان پوله پيچلې پوله ده، پاکستان خواوشا 1450 چيک پوسټونه جوړ کړي دي.

د چمن په پوله د (ون ډاکومنټ رژيم) پاسپورټ ويزې د عملي کولو په اړه یې وويل، پوځ د حکومت په مرسته هلته مارکيټ جوړوي او اسانتياوې برابروي.

هغه وويل، د ايران سره په پوله سيمو کې اسانتياوې نشته، د تيلو راتلو خبره کيږي او که د ایران سره پوله تړل کیږي نو بيا به مافيا په دې هم خبره کوي چې د روزګار لاره یې وتړله. د ايران نه د تیلو راتلو پرمټ پوځ خو نه ورکوي.

نهمه مې

پوځي وياند د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان لخوا د پوځ سره د خبرو يا مذاکراتو او د دغه ګوند دپاره د پوځ د دريځ په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل، "د نهمې مې په اړه د پوځ ښکاره دريځ د اوومې جولايۍ والا دی په هغې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او نه به پکې راشي".

په اوومه مې احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او عمران خان د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

رويټرز خبري ادارې پرون خپور کړي خبر کې د عمران خان له قوله ويلي، "دا به حماقت يا بې وقوفي وي چې د پاکستان د پوځ سره ښې اړيکې ونه لري"،

له دې وړاندې په 31مه جولايۍ عمران خان پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی او ویلي یې وو، پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازی وټاکي، هغه ورسره خبرو ته تیار دی.

حکومت د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وو، حکومت د یو سازش له مخې پوځ سياست ته راداخلول غواړي.

د پوځ پروژې

پوځي وياند زياته کړه، پوځ د ترهګرۍ ضد عملياتو نه علاوه د ولس دپاره ټولنيزه اقتصادي پرمختيا کې مهم رول لري. نوموړي وويل، د پوځ د پرمختيا توجه د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او بلوچستان په شاته پاتې سيمو ده، نوموړي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ګڼو پرمختيايي پروژو يادګېرنه وکړه. هغه وویل، پوځ په مهمو منصوبو کې امنيتي چاري هم پرمخ وړي.

د پوځي وياند په وينا، "د پاکستان پوځ د کوم خاص سياسي سوچ، زاویې، د يوې ډلې، يو ګوند، د يو مذهب، د يو سوچ سره نه ځي، دا د پاکستان د پرمختيا سره ځي. پاکستان ته دا وخت اقتصادي امنيت يو چېلنج دی نو حکومت که پوځ ته د قانون کوم کار وسپاري نو هغه کوي".

هغه وویل، پاکستان کې د سياسي ګټو دپاره په پوځ نيوکې کيږي او دلته يوه مافيا ده او نه غواړي چې د پاکستان ولس پرمختګ وکړي.