په بنګله دېش کې د احتجاجي تحریک مشر 26 کلن ناهد اسلام څوک دی ؟

د بنګله دېش 26 کلن ناهد اسلام د هغه طالب علمانو د تحریک کوارډینیټر یه رابطه کار دی چې د بنګال د پخواني حکومت د ملازمتونو د کوټې نظام خلاف یې د کامیابه مهم د لاندې د هېواد وزیر اعظمه شېخ حسینه واجد د خپلې عهدې نه په استعفا محبوره کړه او پنځلس کلن یې اختتام ته ورسیدو.

ناهد اسلام هغه وخت د بنګال په اوسني تحریک کې نامه وموندله چې د تېرې میاشتې جولايي په منځ موده کې پولیسو د حکومت د ملازمتونو کوټې ضد تحریک کې سره د ډهاکې پوهنتون د نورو طالب علمانو ونیولو. ددغه خونړیو احتجاجونو په وخت شاو خوا ۳۰۰ کسان وژلي شوي دي.

عرب نیوز په یو رپورټ کې لیکلي دي چې ناهد اسلام د شېخ حسینه واجد د ګرفتارۍ وروسته ویلي دي د پوځ په مشرۍ کوم پلوي حکومت به قبول نه کړي. هغه خبریالانو ته ویلي د تحریک په محال د وژل شوو ځوانانو د وینې سره به کله هم غداري ونکړي. ناهد اسلام په هېواد کې د عبوري حکومت لپاره د هېواد نوبل جاېزه ګټونکي محمد یونس د ستر سلاکار لپاره تجویز کړې دې.

وي او ای اردو لیکلي دي چې ناهد اسلام په کال 1998 کې په ډهاکه کې پېدا شوی او پلار یې په سکول کې استاد دی. مور یې په کور د عامومېندد پشان ژوند کوي او بل څه روزګار نه کوي او یو وړوکې ورور یې نقیب نومېږي ، پ ډهاکه پوهنتون کې د سوشیالوجي په څانګه کې زدکړې کوي او د بشري حقونو فعال هم دی. ددې ترڅنګ په هېواد کې د انساني حقونو سره په د امتیاز یا د فرق کولو په ضد د قامي تحریک منتظم هم دی.

د بشري حقونو یو نړیوال تنظیم فرنټ لاین ډیفینډرز وايي ناهد اسلام د شېخ حسینه واجد د حکومت د کوټې سسټم خلاف راپورته کړی شوي تحریک په محال دوه وارې پولیسو نیولی.

عرب نیوز دهغه د ذاتي ژوند په اړه یو رپورټ کې لیکلي دي چې هغه هر وخت په خپل تندې یا سر د بنګله دېش بېرغ تړلي وي او فعاله لیدل کېږي. د شېخ حسینه واجد د استعفا او هېواد نه د وتلو ووسته ناهد اسلام د یو خبري کانفرنس په وخت په څلیرش ساعتو کې د عبوري حکومت جوړولو غوښتنه هم کړې وه.

۰

ناهد د کامیابه احتجاجونو وروسته په په طالب علمانو غږ کړی د هند اقلیت د عبادت خانو حفاظت دې باوري کړي.

د یادونې وړه ده چې په بیګله دېش کې د سرکاري ملازمتونو کې د کوټې نظام په ضد تحریک د شاو خوا یو نیمه میاشت وړاندې وروسته له هعې په ځوانانو کې ځای وموندلو چې د ډهاکې هايي کورټ په دې اړه یوې مقدمه کې د کوټې نظام بحالو فیصله وکړله.

په بنګله دېش کې پنځوس فیصده ملازمتونه د کوټې نظام د لاندې ورکړی کېږي چې پکې دېرش سلنه د هغه ملازمینو بچو ته ورکړې کېږي چې پلارانو یې په کال ۱۹۷۱ کې دپاکستان نه د ازادۍ په وخت به مزاحمتي تحریک کې برخه اخستې وه.

د ډهاکې پوهتنون طالب علمانو د جون په میاشت کې د هايي کورټ د فیصلې په ضد احتجاجونه پېل کړل چې د جولايي په میاشت کې یې هغه وخت خونړې شکل واخستو چې پولیسو د طالب علمانو د نیولو او په احتجاج کونکو د تشدد اغاز وکړلو. حکومت د احتجاجونو زور راکمولو لپاره په ټول هېواد کې فون او انټرنېټ بند کړلو او په ځینو ځایونو کې یې کرفیو په ځای کړله.

څه که هم د جولايي په ۲۱ نیټه سپریم کورټ د کوټې فیصله کالعدم کړله خو دې سره د احتجاجونو لړۍ بیا هم قابو نشوه او د وزیر اعظمې حسینه واجد نه د استعفا غوښتنې پېل شوې چې بالاخر یې حکومت په وړاندې د نور ودریدلو نه عاجزه شوه او حسینه واجد په استعفا ورکولو او هند په ټېښته مجبوره شوه.

د رپورټ معلومات د عرب نیوز او د وي او ای اردو څانکې دي