د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کشمیر په اړه وړاندې کړل شوي قرارداد مخالفت کړی او ويلي يې دي، د کشميريانو د حق خود اراديت مخالفت نه کوي، خو په قرارداد کې دې بدلون وشي، د کشمير د خلکو نه دې پوښتنه وشي چې هغوی د چا سره شاملېدل غواړي.
محمود خان اڅکزی د حکومت مخالفه شپږو ګوندونو د اتحاد تحريک تحفظ ايين پاکستان مشر هم دی، په دغو ګوندونو کې پاکستان تحریک انصاف، سني اتحاد کونسل پاکستان، جماعت اسلامي، بلوچستان نيشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او مجلس وحدت مسلمين شامل دي.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې پرون په شپږم اګست د سېفران او کشمیر د چارو وزير امير مقام قرارداد وړاندې کړی وو.
په قرارداد کې د هند څخه غوښتنه شوې، د کشمیر سياسي بنديان دې خوشي کړل شي او د بشري حقونو سرغړونې دې ودروي. په قرارداد کې زياته کړل شوې، هند دې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په قراردادونو عمل وکړي.
په ياد قرارداد بحث کې محمود خان اڅکزي وويل، "مونږ هغه خلک يو چې په نړۍ کې د ازادۍ د تحریکونو ملاتړ کوو، د کشمیر په معامله پاکستان او هندوستان دواړه ګړبړ کوي، زه په دې قرارداد کې بدلون راوستل غواړم، د هندوستان د طرفه چې د کشمیر په اړه څوک هم خبره کوي چې کشمير د هند اټوټ انګ [نه بيلېدونکې برخه] دی، هغه کشميری نه وي، او دلته چې هم څوک ودريږي چې کشمیر د پاکستان (شه رګ/ مهم رګ) دی، هغه کشميری نه وي".
اڅکزي وویل، "د کشمیر د خلکو نه دې پوښتنه شوې، دواړو خواو ته، که هغه په ګډه په هندوستان کې شاملېدل غواړي، په مخه یې ښه، او که په خپله خوښه پاکستان ته راتلل غواړي، هرکلی ورته وايو. خو که هغه د پاکستان او هندوستان نه ځان خلاصول غواړي، او ځانله ازاد کشمير، اسلامي رياست جوړول غواړي، دغه خبره دې په دې قرارداد کې شامل کړل شي".
د دفاع وزير خواجه اصف بيا ویلي، چې د کشمير د مسلې ملاتړ نه کیږي نو نفي دې هم ونه شي، د پيپلز ګوند غړې شازيه مري د محمود خان اڅکزي په مخالفت کولو افسوس کړی او د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان او علي محمد ويلي، دوی د کشمیر په مسله د قرارداد ملاتړ کوي.
پينځه کاله وړاندې په پينځم اګست په هند کې د واکمنه ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ مرکزي حکومت د ايين د 370مې مادې لاندې د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړی وو.
د یاد اقدام لاندې جمو و کشمير او لداخ په دوه برخو وېشل شوي، او دغه سیمې د مرکزي حکومت لاندې یونين ټرېټري ګرځول شوې وې.
هغه وخت د هند وزیراعظم نريندرا مودي ويلي وو، په مناسب وخت به د کشمير رياستي حیثيت په ځای کړی شي.
د هند لخوا د کشمير د ځانګړي حيثيت ختمولو پرېکړه پاکستان غندلې او ويلي ی وو پاکستان به د کشمیريانو سفارتي او سياسي ملاتړ دوامداره ساتي.
د پاکستان د هغه وخته د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي وو د هند د کشمیر په اړوند د پرېکړې پرضد به پاکستان د ملګرو ملتونو امنیتي شورا او د اسلامي هېوادونو سازمان (او آی سي) سره رابطه کوي.
پاکستان دوه ورځې وړاندې پينځم اګست د کشمير د استحصال ورځ نمانځلې او تکرار کړې یې وه، د کشميريانو سفارتي او سياسي ملاتړ به دوامداره ساتي.
د تېر کال دسمبر په 11مه د هند سپريم کورټ په خپله فيصله کې د نوي دهلي د انتظام لاندې جمو و کشمير د ځانګړي حیثیت د ايين د 370 مادې ختمولو حکومتي اقدام یې په ځای ساتلی وو.
پاکستان د هند د سپريم کورټ فيصله هم رد کړې او ويلي يې وو، کشمیر په نړیواله کچه لانجمنه منل شوې کشاله ده، ځکه د هند د سپريم کورټ فېصله کوم قانوني حيثيت نه لري.