په پاکستان د بهرنیو پورونو له بار سیوا کېدو وروسته د دې هیواد د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي پاکستان ته به د بهرنیو قرضو اخستو پځای ځان لپاره د سرمایه کارۍ یو منزل ټاکل وي.
د خزانې د وزیر تر دې څرګندونو وړاندې د پاکستان مرکزي بېنک وېلي په مالي کال 2023-24م کې په پاکستان ورپورې بهرنۍ قرضې د 85 ټريليونه روپو رېکارډ کچې ته رسېدلې دي.
په اسلام اباد کې برقي ګاډو د تیارېدو په اړوند راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې د خزانې وزیر ویلي پاکستان کې د برقي ګاډو په تیارېدو کې سرمایه کاري یو ډاډمن ګام دی.
محمد اورنګزیب ویلي برقي ګاډو کې د سرمایه کاري سره به نړیوال باور سیوا کیږي اؤ د بانډونو په نړیوال مارکیت به د پاکستان ارزښت هم لا پسې غوره شي.
د خزانې وزیر وویل چې پاکستان اوس د بانډونو په نړیوال مارکیټ کې د سرمایه کارۍ کولو تیاري کوي اؤ هیله ده چې پاکستان به د برقي ګاډو برامد کوونکی هیواد جوړ شي.
د هغه وینا وه چې د بهرنیو پورونو اخستو پځای به پاکستان ته د سرمایه کارۍ لپاره ځانته یو هدف یا منزل ټاکل وي.
د پاکستان سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه تېر مالي کال کې د هېواد په مجموعي بهرنیو قرضو او واجباتو کې 3.4 فیصده اضافه رېکارډ کړی شوې ده.
د بېنک مطابق د 30م جون 2024 کال پورې د پاکستان مجموعي بهرنۍ قرضې او واجبات 130 ارب ډالرو ته رسېدلې دي چې دا په تېر مالي کال 2023 جون کې 126 اربه ډالره وو، دا نزدې 4.6 اربه ډالره اضافه په ګوته کوي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان پشان هېواد کې چرته چې قرضې د هېواد د برامداتو، او اقتصادي ودې په نسبت په چټکیتا سره زياتيږي نو هلته د پورونو پېټی پورته کېدل مشکل یا غېر پاېداره وي.
اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين ډیوه سره خبرو کې وایي،د پورونو بېرته ستنولو څلور طريقې دي، برامدات سېوا کول، نېغه په نېغه بهرنۍ سرمایه کارۍ کې اضافه کول او یا ترسيلات زياتول.
خو د هغه په خبره "زموږ برامدات او نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې نه سېوا کېږي او ترسيلات پرځاې ولاړ دي، مونږ د قرضو بېرته ستنولو لپاره نورې قرضې اخلو، یا بيا خپل اقتصاد ورو کوو، او ددې قيمت يو عام تن د غريبۍ، بې روزګارۍ او په امدن کې د کمي په شکل ورکوي".
پاکستان د تېرو دوو کلونو راهیسې په ادایيګيانو کې د توازن د بحران سره مخامخ او د بهرنیو پانګونو په لټون کې دی.
نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف تېر کال اګست کې په قرضو د سقوط څخه د بچ کېدو لپاره دې هېواد ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې 3 اربه ډالره ورکړي وو او اوس یې بيا د آي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه کړې ده، چې د ديواليه کېدو نه بچ او په وخت بهرنۍ قرضې بېرته ستنې کړي.