څېړونکي وایي د افغانستان اؤ پاکستان دواړه حکومتونه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره واضحه تګلارې نه لري

Pakistan Afghanistan

په افغانستان کې د افغان طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شوي اؤ څېړونکي اؤ خبریالان وایي له کله راهسې چې طالبانو افغانستان کې بیا په اقتدار قبضه کړې ده نو پاکستان کې ورسره هم د ترهګرۍ پېښې سیوا شوې دي.

د څېړونکو وینا ده چې له یو کاله بل کال ته په پاکستان کې د بد امنۍ پېښې مخ په زياتېدو دي اؤ ددې ستر علت دادی چې د پاکستان مخالفه وسله والې ډلې د پاکستان پر ضد بریدونو کې د افغانستان له خاورې استفاده کوي.

خو په افغانستان واکمنو طالبانو بیا په وار وار دا دعوې رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالیږي اؤ دریځ لري چې ترهګري د پاکستان کورنۍ ستونزه ده اؤ باید پړه یې د افغانستان غاړې ته وانه چول شي.

په پاکستان کې څېړنيزو او حکومتي ادارو وخت په وخت په خپلو رپورټونو کې ويلي پاکستان کې وروسته له هغې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي چې له کله راهسې چې افغان طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي.

څېړونکي وايي دواړه ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه يوې واضحه تګلارې وړاندې کولو ته تيار نه دي او دواړو هېوادونو کې واکمنې ډلې یوازې د خپلې واکمنۍ غځولو هڅې کوي.

څېړونکی او ليکوال ډاکټر عرفان اشر ف ډیوه سره خبرو کې وایي "پاکستان سره دا کشاله (ترهګري) که له تېرو دريوؤ کالو نه روانه ده نو د دې بنيادي وجه دا ده چې طالبان په خپل مېنځ کې تقسيم دي او هغوي دا کشاله د يوې بهانې په توګه کاروي او نه اړيکې ښه کوي او نه پاکستان سره کښیني"

نوموړی وایي پاکستان کې په اقتدار ناست خلک په افغانستان تورونه لګوي او افغانستان يې په پاکستان لګوي نو کشالې په مېنځ کې هم داسې پرتې دي.

د ډاکټر عرفان اشرف په وینا،دواړو خواؤ ته واکمنې طبقې دغه کشاله د خلکو غم او غصې د پاره کاروي او هواری یې نه را وباسي.

په پاکستان کې تېر لنډمهاله حکومت ويلي ؤؤ په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې۶۰ فيصده زياتې شوي او ۵۰۰ فيصده اضافه په ځانمرګي بريدونو کې اضافه شوې ده.

خبريالان وايي په تېرو دريوؤ کالو کې په پاکستان کې نژدې ۳،۰۰۰ پورې امنيتي سرتيري، پوليس او عام وګړي په ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي دي .

پېښور کې میشت خبريال ښاغلی رفعت الله اورکزی ډیوه سره خبرو کې وایي"دا لکه افغان طالبانو د پاره هم ډېره مشکله ده چې څنګه دوي (ټې ټي پي) سم کړي او درې کاله وشو نو پاکستان او نړيواله ټولنه دوي ته نور ډېر وخت نه شي ورکولی "

هغه وایي "په دې کې يوازې ټي ټي پي نه ده بلکې القاعده او نورې ډلې هم دي نو نړۍ ته به (افغان طالبان) يوه تګلاره او پلان ورکوي او که نه یې ورکوي نو بيا په راتلونکي کې ورته د رسميت پېژندنې تر څنګ نور مشکل هم مخې ته راتلی شي"

د پاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکي هم وخت په وخت په افغانستان تور پورې کوي چې خاوره یې د وسله والو ډلو له خوا د پاکستان په ضد کارول کېږي خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې دا پاکستان دا تورونه رد کړي وؤ .

ښاغلي مجاهد ویلي وؤ ترهګري د پاکستان خپله ستونزه ده اؤ باید پړه یې د افغانستان غاړې ته وانه چول شي.

ښاغلی مجاهد وایي په افغانستان کې هیڅ یوه وسله واله ډله نشته اؤ نه هم څوک د افغانستان خاوره د پاکستان یا د بل کوم هیواد پرضد کارولی شي خو پاکستاني چارواکي بیا وخت په وخت وایي چې افغان طالبانو ته یې د افغانستان له خاورې پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ په اړه ثبوتونه ورکړي دي.

څېړونکي وايي په سيمه کې ترهګرۍ مخنیوي د پاره د جيو سټرېټيجک پاليسۍ په ځائ جيو اکنامک يا اقتصادي پاليسۍ ته وده ورکول پکار ده .

د ډاکټر عرفان اشرف په وینا "جيو اکنامک يا معاشي حالاتو نه زمونږ مطلب دا دی چې خلکو سره واک وي او د پولې دواړو خواؤ ته خلکو ته د کارکولو حق وي او هغوئ په ازاده توګه تجارت کولی شي، په دې کې دې د رياست فقط دومره کار وي چې هغه خلکو ته لارې خلاصې کړي او قبضه يې نه کړي او رياست باید لارې د ادارو د پاره نه بلکې د خلکو لپاره کاروي"

هغه وایي تر څو پورې چې جيو سټريټيجک ختم شوی او جيو اکنامک په ځای شوی نه وي نو هغې پورې د دې سيمې وضعيت او کيسې نه شي سمېدای.

څېړونکي وايي په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي د پاره په پاليسيانو کې بدلون راوستلو سره په دواړو هېوادونو د نړۍ له خوا فشار اچول هم مهم دي چې په سيمه کې د جنګي پاليسو په ځائ اقتصادي پاليسو ته وده ترلاسه شي