اسلام اباد هايکورټ : په دې حکومت کې هم دومره خلک لا درکه دي څومره چې په تېر حکومت کې وو

جسټس مياګل حسن اورنګزېب وويل چې په اوسنيو او پخوانيو حکومتونو کې د خلکو د بې درکه کېدو مقدمې يو شان دي خو عدالت به د ايين او قانون مطابق فيصله کوي. هغه ټینګار وکړ چې کرکه خپرونکي باید محاکمه شي، خو بې ګناه خلک باید په کې ښکېل نه شي.

د اسلام اباد هايکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب ویلي، په دې حکومت کې هم دومره خلک لادرکه دي څومره چې په تېر حکومت کې وو. د لادرکه کسانو د حقونو فعالان وايي د خلکو د لادرکۍ لړۍ به ترهغې دوام لري، تر څو چې حکومت او ټولو اړونده ادارو په ګډه د دغه ستونزې د هوارولو پرېکړه نه وي کړې.

اسلام آباد هايکورټ کې د تحریک انصاف د غړي اظهر مشواني د وروڼو د لادرکۍ د مقدمې د اورېدنې په مهال جسټس مياګل حسن اورنګزېب وويل که چرې د کوم عام وګړي يا د رياستي چارواکو لخوا لادرکه کړل شوي وي په دواړو صورتونو کې دا جرم دى.

جسټس مياګل حسن اورنګزېب وويل چې په اوسنيو او پخوانيو حکومتونو کې د خلکو د بې درکه کېدو مقدمې يو شان دي خو عدالت به د ايين او قانون مطابق فيصله کوي. هغه ټینګار وکړ چې کرکه خپرونکي باید محاکمه شي، خو بې ګناه خلک باید په کې ښکېل نه شي.

د لادرکه کسانو د حقونو فعالان وایي د دغه ستونزې د مخنیوې لپاره به ټولو ادارو ته په ګډه کار کول وي.

د ډيفنس اف هیومن رایټس پاکستان مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "تر هغې چې په حکومتي کچه څه پالیسې پریکړه نه وي شوې، او ټولو اړونده ادارو په دې اړه په ګډه پرېکړه نه وې کړې چې زمه واره کسان به نه لادرکه کیږې بلکې عدالت ته به وړاندی کيږې، نو د خلکو د لادرکۍ د دغه لړۍ مخه نه شې نیول کېدای".

په پاکستان کې د خلکو په زور لادرکي غټه ستونزه ګڼل کيږي، د لادرکه کسانو کورنۍ او بشري حقونو کارمندان د دې تور پر استخباراتی ادارو لګوي. او د خپلوانو د خوشي کولو لپاره وخت په وخت احتجاجې مظاهرې هم کوي، خو استخباراتې ادارې دغه تورونه ردوي او وايي چې دغه خلک د هیواد څخه بهر تللي یا د ترهګرو سره شامل شوي دي.

د لادرکه کسانو د حقونو فعال هادي علي چهټه وايي، "د دغه ستونزې یوازينی هواری دا دی، چې په هیواد کې ټولې ادارې د قانون لاندې کار کوي، ایینې عدالتونو ته جوابدهه وي او د هغه قانون ترمخه کار کوي چې د عام وګړو لپاره جوړ شوي دي".

د جبري بې درکه کېدو د تحقیقاتو کمېشن د یو تازه رپورټ له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د 197 بې درکه کسانو مقدمې د کمېشن سره درج کړل شوي دي.

ياد کمېشن چې په 2011م کال کې د بې درکه شویو کسانو د موندلو او ذمه واره په ګوته کولو د مقصد دپاره جوړ شوی وو، په خپل رپورټ کې وايي، د 2024م کال د جون تر ۳۰مې پورې یې په مجموعي توګه 10,285 قضیې ترلاسه کړي، چې پکې 8,015 قضیې حل کړل شوي دي.

د بشری حقونو فعالان د لادرکه کسانو په اړه د کمېشن د کار څخه ځان مطمين نه ګڼي.

امنه مسعود جنجوعه وايي، "دغه کمېشن چې د هیواد ټولو لادرکه کسانو معامله ورته سپارل شوې ده، که چري فعال نه وي، یا یو بل داسی لنډ مهاله کمېشن کړی شي، چې نه یواځې دغه معامله هواره کړي بلکې د دوي کورنۍ هم مطينه نه کړل شي. تر هغې دغه ستونزه نه شی هوارېدی".

د اپرېل په 23مه د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ ویلي وو چې د لادرکه کسانو مسله شپه په شپه نه شي هوارېدی خو حکومت ژمن دی چې لومړی د ټولو اړخونو تر منځ د اتفاق له لارې د حل لاره ومومي.