د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ د کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ په غونډه کې د عزم استحکام عملياتو دپاره د 20 اربه روپو د ځانګړي بجټ منظوري ورکړل شوې ده، کمېټۍ د چینۍ د صادراتو (برامد) کولو سمري هم منظوره کړې ده.
د پاکستان د خزانې وزارت تېر ماسخوتن په اېکس (پخواني ټویټر) خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، پرون په 22م اګست د خزانې د وزير په مشرۍ د صنعتونو، اقتصاد، نجکارۍ، پلاننګ او پرمختيا، اقتصادي چارو، پيټروليم او توانايۍ مرکزي وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو غونډه شوې ده.
په غونډه کې د روان مالي کال 2024/25م دپاره د عزم استحکام عملياتو له د 20 اربه روپو د ګرانټ سره د چینۍ صادراتو، افغانستان ته د چينۍ لېږلو په صورت کې د پېشګي پېسو اخستو، خېبرپښتونخوا فرنټير کور شمالي او بلوچستان فرنټير کور جنوبي د ريکورډک د سيکیورټي چارجز دپاره د پېسو منظوري ورکړل شوې ده.
د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د عزم استحکام عملیاتو دپاره 20 اربه روپۍ په داسې وخت کې منظورې کړي، چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، او د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف ګوند او جماعت اسلامي د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.
د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزم استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".
د عزم استحکام عملياتو اعلان ته د سخت غبرګون او احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ بيا د دغو عملياتو سپيناوی کړی وو.
په 22مه جولايۍ د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ويلي وو، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.
هغه ويلي وو، د عزم استحکام د ضرب عضب عملياتو سره موازنه کول سم نه دي، او زياته کړې یې وه، د يوې بيانيې ترمخه د عزم استحکام لانجمنه کولو هڅه روانه ده.
پاکستان کې د عزم استحکام عملياتو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، خو په افغانستان کې واکمنه طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.
تېره میاشت پوځ ویلي وو، سږ کال د ترهګرۍ ضد عملياتو کې امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 137 پوځي افسران او 398 ترهګر وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل وو.
د خزانې وزارت ویلي، پرون د اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه کې د صنعتونو او پیداوار د وزارت لخوا د 0.100 ميلينه مېټرک ټنه چينۍ د صادراتو منظوري ورکړل شوې، او موده یې د 45 نه تر 60 ورځو پورې غځول شوې ده.
ويل شوي، افغانستان ته د چينۍ لېږلو يا برامد کولو په صورت کې به پېسې پېشګي يا د وړاندې نه وصولولی شي او د بېنکونو د لارې به ترلاسه کول کيږي.
اقتصادي رابطه کمېټۍ د کورنيو چارو وزارت لخوا د خېبرپښتونخوا د فرنټير کور شمالي دپاره د 276.250 ميلينه روپو او فرنټير کور بلوچستان جنوبي دپاره د ريکوډک سيکيورټي چارجز په برخه کې د 1951.995 ميلينه روپو منظوري ورکړې ده.