چارسده:د قراني ایاتونو د سپکاوي په تور یو تن نیول شوی اؤ په ضد یې مقدمه درج کړل شوې

د چارسدې پولیس وایي د قراني ایاتونو د سپکاوي په تور یې د بهادر په نوم یو تن نیولی اؤ د هغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

د چارسدې د سر ډهیرو پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ویلي، په کوم تن چې د قراني ایاتونو د سپکاوي تور لګول شوی هغه د چارسدې په وردګه سیمه کې په یو پټرول پمپ کې د منیجر په توګه دنده ترسره کوله اؤ د پمپ د مالک سره یې خوله وهلې وه.

دغه پولیس سرچینې ډیوه ته ویلي ملزم بهادر د نظام پور سیمې اوسیدونکی دی اؤ هغه په وردګه کې د پټرولو په پمپ کې د قراني ایاتونو اؤ مقدسو کلماتو منځ کې د عمران خان عکس لګولی ؤ چې په دې عمل ورته د پټرولو د پمپ مالک قار شوی ؤ اؤ ورته یې ویلي وؤ چې دعمران خان عکس باید کوز کړي.

سرچینې وایي کله چې د بهادر په نوم دغه تن د کلیمو د منځ نه د عمران خان د عکس کوزولو څخه انکار کړی ؤ نو د پټرول پمپ مالک د عمران خان تصویر له هلته نه ښکته غورځولی ؤ چې په دې دغه ملزم په غصه کې راغلی ؤ اؤ د قراني ایاتونو عکس یې هم د رد عمل په توګه غورځولی ؤ .

د چارسدې د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د چارسدې د پولیسو مشر یا ډي پي او ددې پېښې نوټس اخستی اؤ پولیسو اوړمه شپه د قراني ایاتونو په سپکاوي تورن ملزم بهادر نیولی اؤ د هغه خلاف یې د پټرولو د پمپ د مالک په مدعیت کې مقدمه درج کړې ده.

د چارسدې په سرډهیرو پولیس تاڼه کې په درج دغه مقدمه کې د قران د سپکاوي ۲۹۵ای اؤ ۲۹۸بي دفعې لګول شوي .

ویاند ویلي نیول شوی ملزم د خالي په سهار عدالت ته وړاندې کړل شوی اؤ عدالت هغه جېل ته لېږلی دی.

د چارسدې ډي پي او ښاغلي مسعود بنګښ ویلي ولس دې باوري اوسي چې ملزم ته به د سختې نه سخته سزا ورکول کیږي.

هغه ویلي د قراني ایاتونو سپکاوی د مذهب له رویه یو سنګین جرم دی اؤ ملزم ته به د قانون مطابق د سزا ورکولو لپاه ټول وسایل پکار راوستلی شي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون یوه حساسه معامله ګڼل کیږي اؤ د مذهب د سپکاوي په تورونو په دې هیواد کې تر اوسه د عدالت تر شا په لسګونو کسان پخپل سر پاریدلو خلکو وژلي دي.

د جون په میاشت کې د امریکې خارجه محکمې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلنی رپورټ خپور کړی ؤ چې پکې پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودل شوې وه.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په تېر کال ۲۰۲۳م کې پاکستان کې ۱۶کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي اؤ هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ۳۲۹ کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

دغه رپورټ ته پخپل غبرګون کې د پاکستان د خارجه محکمې ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي وؤ ، د امریکې د خارجه محکمې رپورټ رپورټ تر نیمایي زیات ناسم اؤ بې تحقیقه دی اؤ پاکستان کې هر تن مذهبي ازادي لري.