د تيراه راجګل سيمې د کډوالو پرلت له امله په تورخم د تجارتي ګاډو تګ راتګ ودرېدلی

Khyber Agency

د خېبر قبايلي ضلعې د جمرود بګياړۍ پوستې سره د تيراه راجګل څخه کډوالو پرلت په اوومه ورځ دوام لري، چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تورخم په لويه لار د ګاډو لوی لوی قطارونه دواړو خواو ته ودرېدلي او لاره د هر ډول تجارتي غټو او وړو د ګاډو تګ راتګ په وړاندې بنده ده.

د خېبر تيراه راجګل سيمې نه بې کوره شوو کډوالو له تېرو 25 ورځو راهسې احتجاجي پرلت پيل کړی او غوښتنه کوي دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

پرلتوال وايي که څوک يې د دغه ځای څخه په زوره پاڅوي او يا یې غوښتنې ومني نو په دې دوو حالتونو کې به پرلت ختموي ګنې د غوښتنو منلو پورې به په دغه ځای ناست وي.

د کوکي خېل د قامي شورا غړی برکت اپريدی وايي، "که دا غوښتنې زمونږ جايزې وي نو بيا مونږ ټولو خلکو او سياسي ګوندونو او تر دې پورې چې د سيند، پنجاب او بلوچستان خلکو ته هم وايو چې ايا دا غوښتنې زمونږ انساني دي او که سمې دي او که غلطې دي".

هغه زياته کړه، "مونږ وايو چې دا پاليسي دې بدله کړي، تباهي دې نوره نه کوي، مونږ وايو مونږ له دې امن راکړي او مونږ وايو چې مونږ خپلو کورونو ته پرېږدئ چې ستانه شو".

اپريدي زیاته کړه، څلور يا پينځه کاله مخکې دوی ته اعلان شوی وو چې علاقې پاکې کړل شوي دي.

د تيراه راجګل سيمې کډوالو له تېرو 17 ورځو راهسې په باب خېبر کې او اوس يې احتجاج بګياړۍ پوستې ته منتقل کړی او وايي د تېرو 13 کالو راهسې د ستونزو ډک د کډوالۍ ژوند تېروي.

د پرلت له امله افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او ترانسپوټران وايي پرله پسې احتجاجونو او نورو ستونزو تاوان سره مخ کړي دي.

افغان ډرايور اختر محمد وايي، "روزګار نه مو زړه تور شوی چې دا څه رقم روزګار شو چې کله تورخم کې هغې غاړې ته مسله پېښه شي او کله دې غاړې ته، کله دلته لاريون کونکي راوځي کله هلته راوځي نو دې ځای ته يې راوستلي يو چې دا لارۍ داسې چاته ورکړو او ځان ترې خلاص کړو".

هغه وويل، په تورخم د سفري اسنادو مسله او ګڼ ګاډي ولاړ دي هغه مسله هم ورته پېښه ده او هر وخت د مشکل سره مخ وي.

د کوکي خېل قام د جرګې غړو او وزيراعلا علي امين ګنډاپورترمېنځ تېراه اوونۍ خبرې اترې شوې وې خو کومه نتيجه یې نه ده ورکړې.

احتجاج کونکي وايي ، د کال 2011/12م څخه د پوځي عملياتو د لاسه د 6000 نه تر 6500 پورې کورنۍ چې د تيراه راجګل نه بې کوره شوې او تراوسه ستنېدو ته په تمه دي.

د يادې سيمې څخه خواوشا 15,000 کورنۍ کډوالې شوې چې نورې یې څو کاله وړاندې بيرته ستنې کړل شوي دي.

د جمعيت علمااسلام (ف) ګوندغی سيد کبيراپريدی وايي، "د راجګل اخري خرکلي کنډاو د بانډې اخري کلي پورې دې زمونږ ته اجازه مېلاو شي چې مونږ ستانه شو او مونږ خپله خاوره اباده کړو".

هغه زياته کړه، "ګوره مونږ څومره وخت وشو او مونږ بيا وطن سره مينه کونکي خلک يو چې مونږ داسې غېرقانوني قدم نه دی اوچت کړی او زمونږ احتجاجي پرلت د قانون په چوکاټ کې روان دی او تر هغې به روان وي چې څو پورې مونږ ته ويل شوي نه وي چې تاسو خپلو کورونو ته لاړ شئ".

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې ويلي وو، د خېبر تيراه زياتره سيمو ته کډوال ستانه شوي او ځينو سيمو کې لا هم د وسله والو په ضد عمليات روان دي او دغه سیمې په مکمله توګه نه دي پاکې شوي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان سره لګېدلې خېبر ضلعې د تيرا سیمې اوسېدونکو وي او اې ډیوه ته ويلي وو، د تيرو څو ورځو راهسې په سيمه کې د وسله والو موجودګي سېوا شوې، خلک سخت اندېښمن او په ويره کې دي.

ځايي خلکو ويلي وو، پوليسو ځای په ځای څوکۍ پرېښودي د تاڼو پورې محدود شوي او خلک دې ته ډېر پرېشانه دي چې په سيمه کې پوځ هم موجود دی او وسله وال هم ليدل کيږي.

خو د خېبر ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) رای مظهر اقبال وي او اې ډيوه ته ويلي وو ، په بازاري علاقو کې وسله وال نشته، پوليس موجود دي او د پولې سره جوختو پرتو علاقو په اړه پوځ ځواب کولی شي، خو پوځ تراوسه پورې په دغه اړه ځواب نه دی ويلی.

د تيراه د قمبر خېلو يو مشر د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چاپېره ټولو علاقو کې وسله وال شتون لري، خلک سخت په ويره کې دي حالات سخت خراب دي.

په خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي.