د لاهور يو عدالت برتانیه کې د جعلي خبرونو په مقدمه کې تورن تن بري کړی

فرحان اصف نومې تن، چې په ډیجیټل پلیټ فارم« Channel3Now» کې کار کوي، په برتانیه کې د جعلې خبرونو خورولو په تور کې تیره اوونۍ د پنجاب لاهور ښار کې ونیول شو.

د لاهور ضلعي عدالت فرحان اصف نومې تن په برتانيه کې د جعلي خبرونو د فساد د مقدمې نه بري کړی دی.

څیړونکې وایي، دغه رنګه جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره بايد پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټي، پي ټي اې ګامونه پورته کړي، خو داسې قانون دې هم جوړ نه کړی شي چې رای د ازادۍ په ضد وي.

فرحان اصف نومې تن، چې په ډیجیټل پلیټ فارم« Channel3Now» کې کار کوي، په برتانیه کې د جعلې خبرونو خورولو په تور کې تیره اوونۍ د پنجاب لاهور ښار کې ونیول شو.

خو د لاهور ضلعی عدالت د وفاقی تحقیقاتي ادارې (FIA) لخوا وړاندې شوي رپوټ ورږسته هغه خوشی کړو. چې پکې ویل شوي، فرحان اصف، دغه خبرونه خپله نه دي خپاره کړې بلکې د یو بل سوشل میډیا پلیټ فارم څخه یې اخیستي وو.

د فاسټ پوهنتون کار کوونکی غلام علی عابد وايي، "تر هغې چې قانون نه وي او پر هغې عمل نه کیږې. نو زه ګڼم چې خلکو ته سزا ورکول به د عدالت لپاره هم ګرانه وي. حکومت باید په دې اړه کار وکړي، د قانون سازۍ سره سره د دې عملې کول هم باوري کړی شی. خلک باید خبر وي چې د خبر خپرولو شاته ثبوت لري".

د اګست په 19مه د برتانيې په ساوت پورټ ښار کې پر درېو ځوانو نجونو د مرګوني بريد پر ضد په ټول هيواد کې له پراخو لاريونونو وروسته برتانوي رسنیو د یوه ناپېژندل شوي پلیټ فارم 'چینل 3 ناؤ' ته د غلط خبر د سرچینې په توګه اشاره کړې، چې ادعا یې کړې وه چې 17 کلن برتانوي مشکوک مسلمان کډوال وو.

د انفارمېشن ټکنالوجۍ زده کوونکې صنابل جهانګیر وايي، "په پاکستان کې چې کوم جعلي خبرونه خپرول کیږي د هغې یو لویه ستونزه ده، چې له امله نه یواځې خلکو ته زیان رسی، بلکې په نړۍ کې د پاکستان نوم هم بدنامه کیږې. پي ټي اې باید د دې د مخنیوې لپاره ګامونه پورته کړي".

پاکستان د ټولنیزو رسنیو په غلطه توګه کارولو د ستونزې سره مخ دی او هڅه یې کړې چې د انټرنیټ بندولو یا د ایکس، پخواني ټویټرپه څېر سایټونو بندولو سره دا کنټرول کړي.

ناقدین د حکومت دغه ګامونه د رای د ازادۍ او د مخالفینو په ضد هم کارول شوې ده.

د ډیجیټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، "حکومت هځه کوي چې داسې قانون معرفي کړی شي چې د خلکو د رای ازادي واخستل شي که چري پاکستان د جعلي خبرو د مخنيوي لپاره قانونه جوړول وي نو نړیوال قواعد او ظابطو تر مخه باید قانون جوړ کړل شي".

د ډيټا ربپورټل د یو رپورټ له مخې، د 2024 په پیل کې، د پاکستان د 242.8 ملیون خلکو څخه 45.7فيصده انټرنیټ ته لاسرسی درلود. او په داسې حال کې، د څیړونکو تر مخه، دا به د پاکستان د حکومت لپاره په راتلونکي وخت کی یو لویه ننګونه وي چې انټرنېټ په اغېزمنه او شفافه توګه کنټرول کړي.