د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلعه کې تېره شپه په يو کور غر رانړېدلی، د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ترمخه، پېښه کې د اووه ماشومانو په ګډون 12 کسان مړه شوي دي.
د بره دير د رېسکیو 1122 مشر عنايت علي شاه وي او اې ډيوه ته وويل، دا پېښه تېره شپه د بره دير کلکوټ تحصيل په پاتراک علاقه کې شوې ده.
هغه وویل، دوی ته د شپې په 12 بجې خبر ترلاسه شوی چې په يو کور غر رانړېدلی، بيا د ادارې کارمندانو او ځايي خلکو په ګډه امدادي کارونه پيل کړي او د کور د ملبې لاندې ګېر شوو کسانو لټون یې پيل کړی وو.
هغه زياته کړه، د کور درې کمرې د غره لاندې شوي، او سهار د شپږو بجو پورې خواوشا امدادي کارونه روان وو، د کور د ملبې څخه یې د اووه ماشومانو، او درېو ښځو په ګډون د 12 کسانو مړي را ايستلي دي.
نوموړي وویل، دا وخت په سيمه کې بارانونه نشته، خو ښیې دغه غر د تېرو څو ورځو د بارانونو له امله رانړېدلی وي.
پاکستان کې د موسمياتو محکمې د 27م څخه تر 31م اګست پورې د خېبرپښتونخوا په برنو او ميداني علاقو کې د تېزو سيلو سره په دمې دمې سره د بارانونو وړاندوينه کړې ده.
پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] پرون په 29م اګست خپرو شمېرو کې ويلي، د جولایۍ د لومړۍ نېټې څخه تر پرونه پورې باراني پېښو او سېلابونو کې په ټول ملک کې 265 کسان مړه شوي دي.
د اېن ډي اېم اې ترمخه، د پرونه پورې په خېبرپښتونخوا صوبه کې 76 کسان مړه شوي، په مړه شوو کې 35 ماشومان او 16 ښځې دي.
د بارانونو او سېلابونو پېښو کې د مړينو تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې شوي، 101 کسان مړه شوي دي.