افغان مېرمنو د طالبانو د تازه بنديزونو ضد په ټولنيزو رسنيو په ښکاره مخ د سندرو زمزمه کولو کمپاين پيل کړی

افغان مېرمنو او فعالو په افغانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو د تازه بنديزو ضد په ټولنيزو رسنيو په ښکاره مخونو د سندرو زمزمه کولو کمپاين پيل کړی دی. افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالې وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو غږ غلی کول کيږي، مخ یې پټولی شي، او د ټولنې څخه بې برخې کول کیږي.

دا کمپاين په داسې وخت کې پيل شوی، چې په وروستیو کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو باندې تازه محدودیتونه يا بنديزونه لګولي، ښځې یې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په لوړ غږ خبرې کولو نه منع کړي، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وخت خپل ټول وجود او مخ پټ وساتي.

دغه محدودیتونه په هغه دستاويز کې بیان شوي چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر د قانون په نامه د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت په 21م اګست، د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د منظورۍ وروستو، خپور کړی وو. طالبانو خپل مشر ته د "امیرالمؤمنین" لقب ورکړی دی.

په ټولنيزو رسنيو ښځو فعالو د افغان مېرمنو په ښکاره مخ سندرې خپرې کړي دي.

مسيح علينجاد چې په اېکس یې ځان د ايرانۍ خبريالې او فعالې په نوم معرفي کړی، په اېکس اکاونټ یې يوه ويډيو پوسټ کړې چې پکې يوه مېرمن د مخ نه بورقه پورته کوي او سندره زمزمه کوي.

په پوسټ کې علينجاد ويلي، "دا ويډيو مې د يوې افغان مېرمنې بهار لخوا ترلاسه کړې ده. هغه وايي، زه مې د خور دپاره جنګېږم، چې طالبانو هغه د تعلیم او کار څخه منع کړې، اوس پرې په زوره مخونه پټوي او غږ ورله غلی کوي. مونږ به شاته نه شو. مونږ سره يواځينۍ د جګړې لاره ده".

هغې په پوسټ کې پوښتنه کړې، "چې ايا نړۍ مونږ اوري؟ د طالبانو او د [ايران] اسلامي ریاست د يوې سيکې دوه مخونه دي، زمونږ مبارزه يو شان ده. بايد مونږ يو ځای شو او په ګډه مباررزه وکړو".

د ګلچهره يفتالی په نوم اېکس اکاونټ څخه بله ویډيو پوسټ کړل شوې چې پکې دوه په پټ مخ مېرمنې سندره زمزمه کوي.

په دغه سندره کې هم د ښځو د حقونو د ازادۍ او رښانه راتلونکي ويل شوي دي.

د ارش مهربان په نوم اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې د مېرمنو يوه ګډه ويډيو خپره کړل شوې او ورته ليکل شوي، "مخ او غږ دوه اساسي عنصر دي، طالبانو د شريعت په اساس دغه دوه بنيادي عنصر په هدف کړي، چې ښځې د تل لپاره يواځې کړي".

جهانزېب ويسا نومې تن هم په اېکس د مېرمنو د سندرو ويډيو خپره کړې او ویلي يې دي،

"افغان مېرمنې د طالبانو لخوا د مخونو پټولو او غږ غلي کولو پرضد احتجاج کوي او په ژوندۍ بڼه سندرې وايي".

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ښځو د لا محدودولو نوی قانون، د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو، مدني فعالانو او د بشري حقونو ځینو تنظیمونو غندلی دی.

طالبان چې درې کاله وړاندې په افغانستان واکمن شوي، د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو یې بنديز لګولی، ډېرې ښځې یې د کوره بهر کارونو او یا خصوصي سېکټر کې د کار کولو نه منعه کړي دي، د دې ترڅنګ په ښځو یې د ساعت تيري پارکونو ته په تلو د بنديز سره، په دوی سفري بنديزونه هم لګولي دي.

په نړیواله کچه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه د ښځو پرضد د بنديزونو لرې کولو غوښتنه کيږي. تر اوسه هېڅ کوم ملک د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې غټه وجه یې همدا د ښځو سره د طالبانو سخته رویه ده.