په پاکستان کې د مرکزي حکومت لخوا یو ځل بیا سرکاري یا حکومتي کارکوونکو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي او مذهبي نظریاتو له څرګندولو ډډه وکړي. دوی ته ویل شوي چې د هر ډول غیر حکومتي چارواکو او رسنیو سره دې د معلوماتو له شریکولو هم ډډه وکړي.
په 2021 کال کې حکومت د رسمي معلوماتو او اسنادو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره ټول سرکاري کارکوونکي د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړل شوي وو.
د اسټيبلشمنټ ډويژن لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن یا اعلامیې کې ويلي شوي دي چې هيڅ يو سرکاري ملازم یا کارکوونکی د حکومت له اجازت بغير په هيڅ ميډيا پلېټ فارم کې ګډون نه شي کولې.
په پاکستان کې د مرکزي حکومت لخوا سرکاري کارکوونکو ته له اجازې بغیر د سوشل میډیا کارولو نه منع کولو په اړه د مختلفو خلکو لخوا مختلف نظرونه مخې ته راځي.
یو شمېر کارپوهان وايي، دا د حکومت سمه پرېکړه ده، خو ډیجیټل او د بشري حقونو فعالان دا د شخصي ازادۍ خلاف ګرځوي.
په نوي جاري شوي حکم نامه یا فرمان کې د مرکزي حکومت تر واک لاندې د وفاقي ادارو د سول یا ملکي کارکوونکو ته د اجازې بغیر د سوشل میډیا د کارولو مخه نیول شوې ده.
په نوټيفيکيشن کې ویل شوي چې حکومتي کارکوونکي یا کارمندان دې ګورنمنټ سرونټس (کنډکټ) قواعد 1964 باندې باید عمل وکړي او د اجازت بغیر فیسبوک ، ایکس (پخواني ټویټر) په شمول د سوشل میډیا هر ډول ایپلي کیشنز یا پروګرام د استعمالو څخه ډډه وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني سیکرټري تسنیم نوراني دا فیصله ډېره مناسبه ګرځولې ده، ځکه چې هغه وایي د حکومتي کارکوونکو لخوا د سوشل ميډیا کارول په حکومت کې د کسانو ترمنځ د نظر اختلاف څرګندولی شي.
د هغه په وينا يو شمېر حکومتي چارواکی لکه د ضلعي انتظامیه او د پوليسو افسران د سوشل ميډیا نه کار اخلي تر څو د خپلو ادارو ښه څيزونه وړاندې کړي نو په دې کې څه بد نیشته.
تسنیم نوراني وي او اې اردو ته ویلي خو که یو حکومتي کارکوونکی په خپل دفتر کې ناست وي او د یوې رسمي موضوع په اړه تبصره کوي یا په "X" پوسټ کوي، ممکن خلک یې په اړه مختلف نظرونه ولري.
خو د ډيجيټل حقونو کارپوه هارون بلوچ د حکومت دغه ګام سره اتفاق نه کوي.
هارون بلوچ وي او اې اردو ته ویلي حکومت د ځان لخوا خیال لري. خو یو تن د خپل نظر له څرګندولو نه شي منع کېدی
د هغه په وينا، دا ډول حکومونه پخوا هم راغلي دي خو عملي نه شول. کله چې په پوځ کې د حکومت له خوا دا حکم وشو، هلته ومنل شو. خو پر سول یا ملکي کارکوونکو د دغه حکم پلي کول مشکل دی.
یادونه: د خبر د وي او اې اردو نه اخیستل شوی