پاکستان کې په څلورو کالو کې ترهګریزو بریدونو کې 20 چینایان وژل شوي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت قامي اسمبلۍ ته په ليکلي رپورټ کې ویلي چې 17 چینایان په خېبر پښتونخوا او درې په سند (کراچۍ) کې وژل شوي دي. د وژل شوو چینایانو دا شمېره د 2021م نه تر اوسه پورې ده. (فایل فوټو)

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پارلیمان یا قامي اسمبلۍ ته پخپلو وړاندې کړل شوؤ شمیرو کې ویلي چې د کال 2020م نه تر کال 2024م پورې پاکستان کې په بهرنیو وګړو باندې په اتو ترهګریز بریدونو کې 23 بهرنیان وژل شوي دي. په دغو کې نزدې 20 چینایان دي.

‎د پاکستان د کورنیو چارو وزارت قامي اسمبلۍ ته په ليکلي رپورټ کې ویلي چې 17 چینایان په خېبر پښتونخوا او درې په سند (کراچۍ) کې وژل شوي دي. د وژل شوو چینایانو دا شمېره د 2021م نه تر اوسه پورې ده.

‎رپوټ وايي په هیواد کې کال 2023م کې په خېبر پښتونخوا کې 402, بلوچستان کې 148 او سند کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ تېره میاشت ویلي وو چې څښکال د جنورۍ د میاشتې نه تر اګست پینځمې نېټې پورې 139 پاکستاني پوځیان وژل شوي خو دغه شمېرې د وروستیو حملو له امله اوس د 160 نه اوښتې دي.

‎ حکومتي شمېرې ښيي چې تېر کال په ترسره شوؤ 1214 ترهګریزو بریدونو کې 930 کسان وژل شوي وو.

‎رپوټ وايي تر ټولو زیات اولسي خلک، 580 کسان، په خېبر پښتونخوا او ورپسې 315 کسان په بلوچستان کې وژل شوې.

‎د ګل- دوشنبې په ورځ، حکومت پارلېمان ته په سیپېک (چین-پاکستان راهدارۍ) پروژه باندې مخ پر زیاتیدونکې ترهګریزو پیښو کې په بهرنيو کارمندانو د شوو بریدونو په اړه رپوټ شریک کړی وو.

‎د پاکستان پخواني سفیر جوهر سلیم وایي، د پاکستان او چین تر مینځ سي پیک یوه مهمه پروژه ده اؤ داسې هڅې کیږې چې د سی پیک په اړه بې باورې خوره کړی شې او بل اړخ ته د ترهګرۍ د پیښو له لارې دې پروژې ته زیان ورسول شی.

‎ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د بده مرغه په دې وروستیو کې هم دغه رنګه پیښې شوي چې مقصد یې د بې امنۍ د فضا رامنځته کولو هڅې دي.

‎د زیاتره چینايي پنګو او پراجېکټونو مرکز نا ارامه بلوچستان صوبه ده. رپوټ وايي هلته تېرو څلورو کې دوو بریدونو کې درې چینایان ټپیان شوي او په سیند کې په دریوؤ ترهګریزو بریدونو کې پینځه بهرني وګړې وژل شوي دي.

‎خبریال اؤ د امنیتي چارو کار پوه افتخار فردوس ډیوه ته وایي "مونږ ګورو چې د قانون پځای کوونکو ادارو، پولیسو او انتظامیې په پخوانیو قبایلې سیمو او بلوچستان کې هغسې بحالې نه ده شوې لکه څنګه چې پکار وه اؤ له دې امله دغه مسلې شتون لري"

‎د ښاغلي فردوس په وینا "اوس پر چنیایانو باندې د بریدونو وروسته چین د پاکستان د مرستې هم خبره کوي، خو دغه مسله پر پولو هم ده او له پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ده"

‎د کورنیو چارو د وزارت په رپورټ کې ویل شوې چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د هیواد دننه ټولټال 2208 استخباراتي عملیات ترسره شوي چې پکې 89 ترهګر وژل شوي او 328 نیول شوي دي.

‎پاکستان کې په دې وروستیو کې د ترسره شوو اکثره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي په سر اخیستې.

‎د پاکستان حکومت تور لګوي چې د بریدونو لپاره د افغانستان ځمکه کارول کیږي خو د افغانستان د طالبانو حکومت مدام دغه تورونه رد کړي او ناامني د پاکستان کورنۍ معامله بولي.

‎د نړیوالو چارو کار پوه عمران سردار ډیوه ته وایي "دا وخت چې کوم حالات دي هغه ډیر خطرناکه دي، چې پکې ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې د یو بل سره رابطې زیاتوي، دا رابطې باید پرېکړل شي او د دې لپاره د افغان طالبانو سره خبرې او د هغوي مرسته ډیره ضروري ده"

‎پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز نومې څېړنیزې ادارې هم په خپل یو تاره رپورټ کې ویلي چې سږکال د تیر د اګست په میاشت کې په ټول هیواد کې 59 ترهګریز بریدونه شوي، چی پکې تر ټولو زیات 29 بریدونه خېبر پښتونخوا اؤ 28 بلوچستان کې ترسره شوي دي.