اسلام اباد پولیسو د ګل - دوشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف چیرمین بېرسټر ګوهر خان ، شېر افضل مروت او بېرسټر شعیب شاهین نیولي دي.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند جواد تقي ډان ورځپاڼی ته د تحریک انصاف ګوند دغه درېیو مشرانو نیول کېدل تایید کړي دي.
تحريک انصاف ګوند د خپلو مشرانو نیولو تصديق په ایکس (پخواني ټويټر) کړی دی او دغه نیونې یې په کلکه غندلي دي.
اسلام اباد پوليسو د پي ټي ای چيرمين بيرسټر ګوهر او شير افضل مروت د پاکستان پارليمنټ هاوس یا پارلیمان ودانۍ بهر څخه نيولي دي.
پاکستان تحریک انصاف د شېر افضل مروت چې د ټولو اول نیول شوی و وروسته په اېکس باندې په یو پوسټ کې ویلي :
"د پي ايم ايل اېن (پاکستان مسلم لیګ نواز) حکومت د قامي اسمبلۍ موجوده غړي (اېم اين اې) پر ضد دا ګام پورته کړی دی، چې ورته د شرم خبره ده."
په دغه پوسټ کې ویل شوي : "دا په ډیموکراسۍ باندې باید مستقیم ګوزار وګڼل شي."
پي ټي اې په اېکس یو بل ټويټ کې ویلي:
"په پاکستان کې د وړاندې نه کمزوري جمهوریت پر مخ یوه څپېړه.
د پوځ ملاتړ لرونکي امرانه او غېرقانوني حکومت اوس په غیر قانوني توګه د تحریک انصاف منتخب غړي د پارلېمان د احاطې نه نیسي او تښتوي یې.
د پي ټي اې موقتي مشر بيرسټر ګوهر علي خان
BarristerGohar@
کله چې هغه د قلمي اسمبلۍ غونډې نه راووتو نو د اسلام اباد پوليسو هغه په زوره ونيولو او په غير قانوني توګه يې ګرفتار کړو.
د پي ټي ای د قامي اسمبلۍ غړی شېر افضل مروت
sherafzalmarwat@
د پارلیمان بهر نه په غیر قانوني توګه ونیول شو
د پي ټي ای غړی او د سپريم کورټ وکيل شعيب شاهين
advshoaib66@
هغه په ملکي جامو کې د " نه پېژندلو کسانو" لخوا د خپل دفتر څخه وتښتول شو. "
په سوشل ميډیا خپور شوو ويډیوګانو کې لیدل کیږي چې شېر افضل مروت چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی دی د قامي اسمبلۍ مخې نه نیول کیږي.
د پي ټي ای ترمخه د هغوي یو بل وکیل مشر بېرسټر شعیب شاهین د هغه له دفتر څخه په ساده جامو کې د نامعلومو کسانو لخوا نیول شوی .
پرون د اتوار په ورځ د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي اې جلسې ته وینا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په جلسه کې بیلابیلو مشرانو پخپلو ویناګانو کې په سمدستي ډول د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور په خپله وینا کې ویلي وو که له یوې نه تر دوؤ اوونیو پورې عمران خان په قانوني توګه خوشې نه کړل شي نو بیا به پي ټي آي پخپله هغه راخوشې کړي.
یاد ګوند اعلان کړی دی چې خپله راتلونکې جلسه به په لاهور کې کوي چرته چې ددې ګوند د تر ټولو ستر سیاسي مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت دی.
هغه ویلي که اجازه ورکړل شي اؤ که نه خو تحریک انصاف ګوند به خپله راتلونکې جلسه په لاهور کې کوي اؤ د مرکز اؤ پنجاب حکومتونو ته یې خبرداری ورکړو چې "زمونږ د ایسارولو کوشش دې ونه کړل شي"