د لکي مروت پولیسو د خپل امنیت د خونديتوب او د وسله والو پر وړاندې د موثره اقداماتو غوښتنه کړې
په تېرو 24 ساعتونو کې په لکي مروت کې څلور وسله وال بريدونه شوي دي چې په نتیجه کې یې څلور پولیس او د يو پوليس ورور وژل شوي دي. دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې پوليسو څو ورځې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان يو مهم کمانډر وژلی و. د دې پېښو په غبرګون کې پولیسو د خپل امنیت د خونديتوب او د وسله والو پر وړاندې د موثره اقداماتو غوښتنه کړې.تفصیل د عدنان بېټني په رپورټ کې