بېرسټر سېف: پښتونخوا ته د 40،000 وسله والو د راستنولو دعوې هیڅ حقیقت نه لري

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف دا دعوې بې اساسه بللې دي چې ګنې د افغانستان نه د عمران خان په تېر حکومت کې د یوې معاهدې په اساس تر 40,000 پورې وسله وال بیرته خېبر پښتونخوا ته راستانه کړل شوي اؤ دلته اباد کړل شوي دي.

د ډیوه خبریال فاروق فراق سره خپله یوه تازه مرکه کې هغه دا دعوې هم رد کړي چې ګنې په خېبر پښتونخوا کې حکومتي واک ختم شوی اؤ صوبه د وسله والو لاسو ته پرېوتې ده.

د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلي اسحاق ډار روانه اوونۍ لندن کې د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره مرکه کې ویلي وؤ د عمران خان په تېر حکومت کې تر 100ؤ زیات ترهګر له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ.

اسحاق ډار ویلي وؤ د تحریک انصاف تېر حکومت کې د 35,000 څخه نیولي تر 40,000 پورې د ټي ټي پي وسله والو ته هیواد ته د بېرته راستنېدو اجازه ورکړل شوې وه چې د هغې له امله اوس یو ځل بیا پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزې سر راپورته کړی دی.

د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف وویل د عمران خان په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره دامن له خاطره مذاکرات شوي وؤ خو هیڅ معاهده ورسره نه وه شوې اؤ کوم خلک چې دعوې کوي چې 40,000 وسله وال بېرته راوستل شوي نو هغوي دې د خپلو دعوؤ ثبوت وړاندې کړي چې دغه وسله وال چرته دي اؤ چا لیدلي دي؟.

بېرسټر سیف ویلي ترهګري یوازې ټي ټي پي نه کوي بلکې نورې جرایم پېشه ډلې هم پکې کړې دي.

په درېم ستمبر د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د سینیټ قایمه کمیټۍ ته ویلي وؤ په ملک کې د ترهګرۍ ترسره شوؤ وروستیو پېښو کې زیاتره هغه ترهګر ککړ دي چې د عمران خان په تېر حکومت کې د یو تړون له مخې له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ.

تېره اوونۍ د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سینیټر ایمل ولي خان د پارلیمان غونډې ته د وینا په وخت د ریاست په پالیسو سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ د هغو خلکو په ضد دې مقدمې وچلول شي چې ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي وؤ.

ایمل ولي خان غوښتنه کړې وه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان، د پخواني صدر عارف علوي، د آي ایس آي د پخواني مشر جنرال فېض حمید اؤ د پښتونخوا د پخواني وزیر اعلا محمود خان خلاف د پلټنو لپاره دې یوه کمیټي جوړه کړی شي چې د کومو غرضونو لپاره یې ترهګرو سره مذاکرات کول، هغوي یې ملک ته راستنول اؤ بندي ترهګر یې خوشې کول.

خو بېرسټر سیف وایي چې دوي د ټي ټي پي سره مذاکرات یوازې د ملک د امن له خاطره کړي وؤ اؤ وایي د ناامنۍ ستونزه په جګړه نه بلکې په خبرو هواریږي.

د صوبایي حکومت له ویاند چې کله پوښتنه وشوه ایا د صوبې واک د حکومت په لاس کې دی که د طالبانو لاس ته پرېوتې ده؟ نو هغه وویل، د واک سوال خو ځکه نه پېدا کېږي چې که وسله وال دا مهال ترهګریز بریدونه کوي خو امنیتي ځواکونه هم د هغوي په وړاندې غلي نه دي ناست اؤ چرته چې هغوي ترهګري کوي د هغې برابر ځواب امنیتي ځواکونه هم ورکوي.

ښاغلي سیف وویل دا مهال د پاکستان لخوا ټي ټي پي سره هیځ پټې خبرې نه دي روانې اؤ په ۲۰۲۲م کې چې ورسره کوم مذاکرات شوي وؤ نو هغه هم پوځ پخپل سر نه وؤ کړي بلکې دغو مذاکراتو ته د پارلیماني ګوندونو اؤ د وخت د وزیراعظم ملاتړ حاصل ؤ.

نوموړي وویل د دوحې د خبرو په مهال افغان طالبانو پاکستان سره ژمنه کړې وه چې که هغوي اقتدار ته ورسي نو د ټي ټي پي سره به د پاکستان ستونزه هواره کړي .

د بېرسټر سیف په خبره، بیا چې کله افغان طالبان په اقتدار کې راغلل نو هغوي د ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو منځګړتوب هم وکړو خو وایي هم په هغه مهال کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري په نښه کړل شو اؤ بیا د طالبانو اؤ پاکستان اړېکې سړې شوې اؤ ټي ټي پي سره مذاکراتو کې پرمختګ ونه شو.

د پاکستان اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت اړیکې په دې وروستیو کې زیاتې تاوژنې شوي اؤ پاکستان تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د پاکستان مخالفو وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان له خاورې پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

خو افغان طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پخپل هیواد کې امن ټینګول د پاکستان خپله ذمه واري ده اؤ پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه دې په افغانستان نه ور اچوي.