پاکستان: د اييني ترميمونوپه غرض د قامي اسمبلۍ او سېنېټ بلل شوې غونډې نن د غرمې پورې ځنډول شوي

د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې تېره شپه د څو ساعتونو د وروسته والي پس رابلل شوې، خو د پيل کېدو وروسته يواځې څو دقيقي، منټونه پس د قامي اسمبلۍ غونډه او بيا د سېنېټ غونډه نن د ګل، دوشنبې د غرمې پورې ځنډول شوي دي.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د شپې ناوخته د قامي اسمبلۍ غونډه پيل شوه خو د پيل کېدو لږه شېبه وروسته نوموړي د غونډې ځنډولو اعلان وکړو، چې نن د غرمې دولس نيمې بجې به بيا غونډه پيل کېږي.

وروسته ويل شوي د سېنېټ غونډه هم نن د غرمې دولس نيمو بجو پورې ځنډول شوې ده.

د حکومت لخوا پارلیمان کې د اييني ترميمي قانوني مسوده نه ده وړاندې کړل شوې.

له دې وړاندې حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مولانا فضل الرحمان سره جلا جلا ليدلي خو بيا هم نه ده معلومه شوې چې نوموړی به د چا ملاتړ کوي.

مولانا فضل الرحمان سره په قامي اسمبلۍ کې اته او سېنېټ کې پينځه غړي دي، ويل کيږي د اييني بدلون دپاره د نوموړي ملاتړ مهم دی، ځکه په ایین کې د ترمیمونو لپاره ضروري ده چې حکومت باید په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې په درېو کې د دوو برخو غړو ملاتړ ولري، کومه شمېره چې دا وخت د حکومت سره پوره نه ښکاري.

د قامي اسمبلۍ د غونډې ځنډول کېدو وروسته تېره شپه د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، ښیې د اييني ترميم دپاره ټاکلې شمېرې نه وې پوره ځکه غونډه وځنډول شوه.

د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف باني مشر عمران خان تور لګولی چې په ایین کې دا بدلونونه د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د مودې غځولو لپاره کیږي خو هغه په ډاګه کړې ده چې ګوند به یې په ایین کې په ترمیمونو غلی نه پاتې کیږي.

پاکستان تحريک انصاف او جمعيت علمااسلام ګوند ځینې مشرانو ويلي، دغه ټول اييني پېکج ردوي، او تېره شپه د ياد ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر ويلي، تراوسه پورې دوی ته ياده مسوده نه ده ترلاسه شوې.

د رپورټونو ترمخه د اييني بدلونونو مسوده تراوسه نه ده جاري شوې، خو ويل کيږي په اييني بدلونونو کې د سپريم کورټ او هايکورټ د ججانو د عمر نېټه د 65 نه تر 68 پورې کلونو پورې غځولو وړانديز دی.

او د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمیشن او پارلیماني کمیټې خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل دی.

د اييني بدلون دپاره د پارلیمان د غونډې رابلل کېدو او وروسته کېدو په اړه پرون مازيګر د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ويلي وو، د سياسي ګوندونو سره مشورې روانې دي، ځکه غونډې وروسته کيږي.

او د مرکزي کابينې غونډه هم څو ځله د ماښامه پورې نه وه شوې.