د امریکا صدر جو بایډن د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي په پنځم نومبر کېدونکی امریکایي انتخابانو کې د ريپبلېکن ګوند صدارتي امیدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ باندې په تیرو دوو میاشتو کې د دویمې قاتلانه حملی هڅې وروسته سیکرېټ سروس اداره د خپلو حفاظتي خدمتو ترسره کولو دپاره نورو ایجنټانو (کارکوونکو) ته ضرورت لري.
بایډن د ګل په ورځ په وایټ هاوس یا سپینه ماڼۍ کې کې خبریالانو ته وویل: " سیکرېټ سروس (خفیه خدمتو) اداره د نورو مرستو ته ضروت لري ".
صدر بایډن وویل: "زما خیال دی چې کانګرس باید د دوی ضرورتونو ته ځواب ووایی" هغه زیاته کړه " زما خیال دې چې مونږ ممکن نورو اهلکارو( پرسونل) ته ضرورت لرو."
بایډن زیاته کړه: "د خدای شکر دی چې صدر روغ دی."
د ټرمپ انتخابي سیالې د ډیموکرېټک ګوند امیدوارې او نايب صدرې کاملا هېرېس د اتوار- یکشنبې په ورځ وویل، "خوشحاله یم چې هغه محفوظ دی. په امریکا کې د تشدد دپاره هیڅ ځای نشته ".
دا پيښه چې د اتوار- یکشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې هغه مهال پیښ شوه کله چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ګالف لوبه کوله او سيکرېټ سروس چارواکو د مېدان سره نږدې په بوټو کې یو تن ولیدلو چې د ټوپک شپېلۍ يې په ظاهره د ټرمپ په لوري وه. سیکرېټ سروس په دغه مشکوک تن باندې څلور ډزې وکړې خو هغه بچ شو دغه تن وتښتېدلو خو وروسته قانون نافذ کوونکو چارواکو ونیولو.
قانون پرځای کوونکو ادارو د مشکوک تن پېژندګلو د 58 کلن راین وېزلي روت په توګه کړی دی.
چارواکو ویلي راین وېزلي خپل کلشنکوف په ډول ټوپک وغورځولو، او تور نسان موټر کې د تېښتدنې وړاندې یې خپله ګو پرو کېمره چې په بېک پېک (بېګ) باندې نصب شوې وه پریښودله.
د فلوریډا پام بيچ کاونټۍ شیرف رېک برېډ شاه وویل چې یوه عیني شاهد وسله وال تن ولیدو او د هغه (وسله وال) د تښتېدو وړاندې یې د موټر او لایسنس پلیټ عکسونه اخیستو کې کامیابه شو.
برېډ شاه وویل چې په ګالف کورس کې د وسله وال موقعیت ټرمپ د خطر سره مخ کړی و.
58 کلن راین وېزلي روت د ګل- دوشنبې په ورځ د ویسټ پام بیچ په مرکزي - وفاقي عدالت کې د خپلې لومړنۍ حاضرې ته پیش شو. وېزلي روت تیز ابي رنګ جمپ سوټ او په لاسونو کې هتکړۍ او پښو کې بیړۍ اچول شوې وې.
په هغه د یو مجرم په حیث او د وران شوي سیریل نمبر سره د وسلې لرلو فرد جرم لګول شوی دی.
مشکوک وسله وال په 78 کلن ټرمپ باندې ډزې نه دي کړي .
د پېښې وروسته ټرمپ د سيکرېټ سروس او د مقامي پوليس شکریه ادا کړه.
وروسته ټرمپ د سوشل میډیا په خپله وېب پاټه ټروت سوشل وویل غواړي چې د هرچا شکریه ادا کړي چې د هغه دپاره يې د تشویش او د نېکو خواهشاتو اظهار وکړو. "دا یقیناً دلچسپه ورځ وه."
د جولاۍ په میاشت کې ټرمپ په یوه انتخابي جلسه کې وېنا کوله چې حمله پې وشوه او په غوږ زخمي شو.
د پینسلوینیا په بټلر سیمه کې شوې دغه پېښه کې په جلسه کې ګډون کونکی یو بل تن وژل شوی و او دوه نور سخت ژوبل شوي وو.