رپورټونه وايي چې د پولیو کمپېن د تطبیق په څرنګوالي باندې د طالبانو حکومت او د روغتیا نړیوال تنظیم ترمنځ د بحثونو او جنجال له کبله په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد کمپېن ځنډول شوی دی.
خو طالبان وايي چې په دې اړه لا «رسمي څه نشته».
ملګرو ملتونو د نهې -دوشنبې په ورځ سپټمبر په 16 وویل چې طالبانو دغه کمپین ځنډولی دی. د روغتیا نړیوال تنظیم چارواکي وايي په هغو بحثونو خبر دي چې په افغانستان کې د کور په کور په ځای په جوماتونو کې د وېکسین تطبیق کېدل غواړي.
اسوسیېټېډ پرېس د عامې روغتیا د تنظیم د یو چارواکي حامد جعفري په حواله لیکلي: « د پولیو د ختمولو نړیوال نوښت د پالیسۍ د تازه بحثونو په اړه خبر دي چې د پولیو کور په کور کمپېن ساحې-په ساحې کمپېن ته انتقالوي».
نوموړي وویل چې په دغه کمپېن کې د خېل شریکان یې «په اوسنۍ تګلارې کې د هر بدلون د اغیز او اندازې د درک په اړه یې د بحث په پروسې» کې لګیا دي.
په افغانستان کې د پولیو وېکسین کوونکي کور په کور ګرځي او ماشومان وېکسین کوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له دې لارې اکثریت ماشومان وېکسین کېږي. خو په کندهار کې، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده مرکز بلل کېږي، دا وېکسین په سیمو او جوماتونو کې کېده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په کندهار کې د پولیو پېښې ځکه زیاتې دي، چې هلته کور په کور وېکسین نه کېږي. دغه سازمان دا خبره هم کوي چې د وېکسین په دغه کمپین کې شاملې وېکسین کوونکې«میرمنې تقریبآ ۲۰ فیصده دي چې کافي نه دي او له کبله یې په ځینو برخو کې ټول ماشومان هم نه شي وېکسین» کېدای.
طالبان دا ټېنګار هم کوي چې باید له وېکسین کوونکو ښځو سره یې محرم هم وي.
دا تغیر داسې مهال راغلی دی چې ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې د پولیو کمپېن پیل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پولیو وېکسین منع شوی، او یا هم بند شوی دی ، ستاسې د معلوماتو لپاره باید ووایو چې په دې اړوند تر اوسه د وېکسین د تطبیق د منع یا بندیدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه وجود لري.»
ده ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې «ټولو هغه مشروع او تکنیکي نظریو سره مل د پولیو وېکسین تطبیق کړي چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام» شي.
په افغانستان کې د پولیو د کمپېن بندېدل د پولیو د محوه کولو د کمپېن په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي. دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو وایرس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
د روغتیا نړیوال تنظیم وايي چې په روان 2024 کال کې په افغانستان کې د پولیو 18 پېښې ثبتې شوي دي. دا شمېر په 2024 کال کې شپږ و.
د پولیو د ختمولو نړیوال نوښت ، چې هرکال تقریبآ یو میلیارد ډالر لګوي چې دا وېکسین ختم کړي، ځو څلې پاتې راغلی دی چې په ټاکلي وخت سره دا وایرس ختم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د وېکسین په کمپین کوونکو باندې بریدونه شوي او یو شمېر یې وژل شوي او ژوبل شوي دي. نا امني، دودونه، د میندو او پلرونو او کورنیو نه همکاري د پولیو وېکسین د محوه کولو د کمپین په وړاندې لوی خنډونه شمېرل کېږي.
یادونه: د وي او اې اشنا په مننه