د پېښور نه پس، په تهران کې هم طالبان ملي سرود ته په احترام کې ندي اودرېدلي – ایران غبرګون ښودلی

د اسلامي اتحاد په نړېوال کنفرانس کې د مختلفو ملکونو او مختلفو اسلامي مذهبونو دیني عالمان شامل و چې ټول یې، بغیر د طالبانو، د ایران ملي سرود ته په احترام کې اودرېدل

پس د هغه چې په پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل په یوه سرکاري دستوره کې د پاکستان قامي ترانې یا ملي سرود ته په احترام کې ونه اودرېدو او د پاکستان لخوا ورباندې سختې نیوکې وشوې، په ایران کې هم د طالبانو سفارتکاران د هغه ملک په یوه رسمي دستوره کې ملي سرود ته په احترام کې نه دې اودرېدلي او دې کار یې د تهران غبرګون راپارولی دی.

د اسلامي اتحاد په نړېوال کنفرانس کې د مختلفو ملکونو او مختلفو اسلامي مذهبونو دیني عالمان شامل و چې ټول یې، بغیر د طالبانو، د ایران ملي سرود ته په احترام کې اودرېدل.

د ایران د طالبعلمانو خبري رسنۍ، اېسنا رپوټ ورکړی چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په تهران کې د اسلامي وحدت اته دېرشم نړېوال کنفرانس جوړ شوی و کوم کې چې د طالبانو نماینده هم بلل شوی و. د خبر ترمخه، کله چې په دستوره کې د ایران قامي ترانه یا ملي سرود وغږول شو او ټول ورته په احترام کې اودرېدل، د طالبانو نماینده پخپل ځای کې ناست پاته شو.

د افغانستان په چارو کې د ایران د صدر ځانګړي استازي حسن کاظم قمي غبرګون ښودلی او د طالبانو دا عمل یې بې معنا بللی دی. هغه په اېکس پلېټفارم باندې لیکلي دي: "د موسیقۍ غږېدلو د ممنوعیت په بهانه، سفارتکاري اصولو ته بې احترامي د شریعت په بنا څه معنا او دلیل نلري. کې چېرته داسې وه، نو بیا اورېدل هم په کې راتلل."

د کاظمي قمي مقصد دا دی چې که چېرته موسیقي حرامه وګڼل شي، نو بیا صرف اودرېدل نه، بلکې اورېدل به یې هم حرام وي، حال دا چې د طالبانو استازی هلته کې ناست و او ملي سرود یې د موسیقۍ سره واورېدو.

کله چې په پاکستان کې ملي سرود ته د طالبانو د نه اودرېدلو په سر لانجې راپورته شوې، نو د طالبانو کونسل جنرل محب الله شاکر وویل چې مقصد یې د پاکستان قامي ترانې ته سپکاوی کول نه و، بلکې په دې وجه ونه درېدو چې په ملي سرود کې موسیقي غږېدله.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پاکستان په پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل دغه بيان ردوي، د طالبانو حکومت ته یې سخت احتجاج ريکارډ کړی او د سفارتي اصولو لاندې د اقدام کولو حق هم لري.

SEE ALSO: ملي سرود لانجه، پاکستان د طالبانو د کونسل جنرل سپيناوی رد کړی

له هغه وخته چې په کال ۲۰۲۱ کې طالبان په افغانستان باندې واکمن شول، د افغانستان پخپل ملي سرود باندې یې هم پابندي ولګوله، خو له وطنه بهر افغانان پخپلو محفلونو او دستورو کې دا سرود غږوي او په احترام یې اودرېږي.

د سپورټ په نړېوالو لوبو کې هم، که هغه کرکټ وي او که فوټبال، فوټسال او نورې لوبې، د افغانستان ملي سرود غږول کیږي او لوبغاړي ورته په احترام کې لاس په سینه اودرېږي. مګر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په دې سرود کلکه پابندي لګېدلې ده.

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده څه موده وړاندې یو قانون هم منظور کړ چې په کې موسیقي غږول او موسیقي اورېدل منع ګرځول شوي دي.

طالبان وایي چې دوی د نړېوالو اصولو په بنیاد د بهر ملکونو سره تعلقات جوړول غواړي، مګر تر اوسه هیچا هم په رسمیت ندي پېژندلي، او د ایران او پاکستان په شان ملکونو کې چې د دوی سفارتکارانو ته یې هم د کار اجازت ورکړی دی، نړېوال اصول د خپل سختدریځه مذهبي سوچ تر سیوري لاندې ځیني مني او ځیني ماتوي.