امیرمقام: پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل عمل به پاکستان کې د افغانانو مشکلات سېوا کړي

د پاکستان د سېفران وزير امير مقام د افغان کډوالو سره يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل عمل به پاکستان کې د افغانانو مشکلات سېوا کړي. بايد د طالبانو حکومت یې بيرته وغواړي او تپوس ترې وکړي.

د نوموړي په خبره، "د خفګان خبره ده چې ځينې خلکو د پاکستان د 40 کالو کوربه توب هېر کړو، نوی خلک راغلو د هغو خپل اهداف او خواهش دی، ځينې په پاکستان او ځینې په افغانستان کې دي چې څنګه افغانان او پاکستانيان د يو بل نه لرې وساتي، او کرکه یې ترمنځ خوره کړي".

امیر مقام پرون په 19م ستمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د افغان کډوالو سره راجوړې غونډې ته په وينا کې د دغو عناصرو يا خلکو نوم ونه ويلو، خو غونډه کې ناستو افغان کډوالو ته په مخاطب کولو سره نوموړي وويل، "دغه چند عناصر ستاسو د افغانانو دښمنان دي، زه ورته ويل غواړم، تاسو د افغانانو سره ښه نه کوئ بد ورسره کوئ".

هغه وویل، "د پولې د پورې غاړې افغانستان نه چې پاکستان کې چې کومه ترهګري کيږي، هغه هم د افغانانو او پاکستان سره ښه نه کوي".

نوموړي په پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل د پاکستان قامي ترانې يا ملي سرود غږېدو په وخت نه ودرېدو يادګېرنه وکړه او وې یې ويل، "د افغانستان حکومت بايد دغه تن بيرته وبلي او تپوس ترې وکړي."

د امیر مقام په خبره، "پېښور کې د طالبانو د کونسل جنرل د عمل څخه به د افغانانو مشکلات سېوا کيږي".

په 17م ستمبر پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت لخوا په رابلل شوې یوه دستوره کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرل حافظ محب الله او یو بل افغان سفارتي چارواکی د پاکستان د ملي سرود غږېدو په وخت احتراماً نه وو ودرېدلي.

پاکستان دغه عمل غندلی او د طالبانو حکومت ته یې احتجاج کړی وو.

پېښور د طالبانو کونسلګرۍ بيا ویلي وو، د پاکستان د ملي سرود سپکاوی یې مقصد نه وو، په ملي سرود کې موسيقي وه ځکه کونسل جنرل نه وو ودرېدلی.

خو پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون د طالبانو د کونسلګرۍ د سپيناوي بيان رد کړی، او ويلي يې دي، افغان چارواکو ته یې په دغې اړه سخت احتجاج کړی، او د طالبانو د حکومت سره د خبرو د نتيجې وروسته به فيصله کوي، پاکستان د سفارتي اصولو سره سم د اقدام کولو حق لري.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

پاکستان د تېر کال په نومبر کې د "بې اسناده بهرنیانو" په نوم د کډوالو د بيرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړی چې پکې د شمېرو ترمخه، د شپږ لکه څخه زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

پاکستان د غېرقانوني کډوالو د ایستلو مهم هغه وخت پيل کړی وو چې په هېواد کې د وسله والو ترهګر بریدونه زیات شوي وو. دوی تور پورې کړی وو چې علت یې پاکستان کې د غېرقانوني افغانانو موجودګي او د افغانانو په منځ کې اوسېدونکي توندروه کسان دي. د دې ترڅنګ یې د پاکستان پرېوتی اقتصادي حالت هم یاد کړی وو.

پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جرمونو کې لاس نه لري.

افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان پښتنو سیاسي ډلو او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بيرته لېږلو فيصله دې واپس واخلي، ځکه په دوی کې ډېری بيرته افغانستان ته د تلو په صورت کې د مشکلاتو سره مخ کېدی شي.

څيړونکي وايي، پاکستان په واکمنو طالبانو د فشار اچولو دپاره کډوال بيرته افغانستان ته ليږي.

خو د پاکستان حکومت د غېرقانونه کډوالو د ایستلو په اړه ټولې نیوکې رد کړې دي او ويلي يې وو، هدف یې کوم خاص قوم نه دی. خو د پاکستان د پرېکړې وروسته زياتره افغان کډوال ايستل شوي وو.

د تېرې اګست د میاشتې په نيمايۍ کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي ويلي وو، چې د پاکستان نه به افغانستان ته د افغان مهاجرينو/ کډوالو د بيرته لېږلو دویم پړاو ډېر زر پيل شي، خو کومه نېټه یې نه وه ياده کړې.