پېنټګان: د جګړې د خطر په زیاتېدو کم شمېر کې نوراضافي امریکايي ځواکونو منځني ختیځ ته لیږو

رایډر د ځواکونو د شمېرې او یا دوی به هلته څه کوي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګان مطبوعاتي سیکرټري میجر جنرل پېټ رایډر د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي دي چې امریکا په لبنان کې د اسرایل او حزب الله ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي وروسته منځني ختیځ ته کم شمېر کې اضافي ځواکونه لیږي.

رایډر د ځواکونو د شمېرې او یا دوی به هلته څه کوي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

خو یوه اعلا امریکايي چارواکي وي او اې ته ویلي چې د عسکرو شمېر به په درځنونو کې وي او د دوی بنیادي کار به دا وي چې که چیرې یوه لویه سیمه ییزه جګړه پیل شي نو د ممکنه پوځي ملاتړ سره د امریکايي شهریانو د وتلو دپاره تیاري وکړي.

یو بل امریکایي چارواکي وویل چې وضعیت لا تر اوسه په داسې پړاو کې نه دی چې د پوځ په مرسته وتلو ته ضرورت وي.

یو بل چارواکي وي او اې ته ویلي که چیرته د وتلو ضرورت وي نو د امریکې پوځ سره نزدې پرځای شوي میرینز ځواکونه شته دی چې دغه مشن ترسره کولی شي. دغه ټولو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د ملي امنیت د حساسو مسلو په اړه خبرې وکړې.

پېټ رایډر د ګل- دوشنبې په ورځ د وي او اې د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل چې پنټاګان یو "پلان یا منصوبه جوړونکی اداره" ده چې د "مختلف ډول بېړنې پیښو" دپاره تیار دی که چیرته د امریکا پوځ د مرستې دپاره وغوښتل شي.

پېټ رایډر وویل: ” مونږ نن په سیمه کې د اپریل د 14 په مقابله کې ډیرې وړتیاې لرو، کله چې ایران د اسرایل په ضد د ډرون او مېزایل برید وکړ. “

دا اعلان وروسته له هغې شوی چې په لبنان کې دننه د حزب الله پر اهدافو د اسرایلي ځواکونو د څو بریدونو په نتیجه کې سلګونه کسان وژل شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې لبنان نه اوځي ځکه چې د سیمه ییزې جګړې ګواښ مخ په ډیریدو دی.