لاهور کې د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا خلاف مقدمه درج کړل شوې

د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور پوليسو د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور او د تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خټک په ګډون د ګڼو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د علي امين ګنډاپور او شاهد خټک پرضد د لاهور په مناوا پوليس تاڼه کې دغه مقدمه په 22م ستمبر د ترهګرۍ د مادې لګولو سره درج کړل شوې ده.

په مقدمه کې ویل شوي، علي امين ګنډاپور او شاهد خټک د 250 نه تر 300 پورې کسانو سره د سيالکوټ په انټرچېنج چې وسله په لاس وو، د سړک په بل طرف ورغلي خلاف ورزي يې کړې، د علي امين ګنډاپور په وينا وسله په لاس کسانو د ټول پلازې شيشې، بيريرې او سي سي ټي وي کېمرې ماتې کړي دي.

په مقدمه کې زیاته کړل شوي، د علي امين ګنډاپور په وينا، د ګاډو شيشې ماتې کړل شوي او د اور اچولو هڅه شوې، په خلکو کې یې ويره خوره کړې، او په افسرانو یې د ګاډو خېژولو سره هغوی ته د مرګ ګواښونه کړي دي.

د خېبرپښتونخوا په وزيراعلا او ډله یې د خلکو ژوند په خطره کې اچولو او مرګ د ګواښونو تورونه لګولي، او د هغوی پرضد د ترهګرۍ د مادې په ګډون د 13 مادو لاندې مقدمه درج کړې ده.

ياده دې وي، پاکستان تحریک انصاف ګوند په 21م ستمبر لاهور کې جلسه اعلان کړې وه، او د خېبرپښتونخوا وزيراعلا ورله د پېښږور نه د ګاډو په قالفه کې تللی وو.

ویل شوي وو، علي امين ګنډاپور ماښام ناوخته د جلسې ځای ته رسېدلی او په جلسه کې یې وينا هم نه وه کړې.

د خېبرپښتونخوا حکومت او پاکستان تحريک انصاف ګوند د وزيراعلا علي امين ګنډاپور پرضد درج شوې مقدمې ته تراوسه پورې کوم رسمي غبرګون نه دی ويلی.