فلسطیني مشر محمود عباس په امریکا غږ وکړ چې اسرائیل ته دې د وسلو لېږل بند کړي

محمود عباس، د فلسطیني انتظامیې مشر

د فلسطیني انتظاميې مشر محمود عباس د زیارت/پنجشنبې په ورځ په نړېوالې ټولنې، په خاصه توګه امریکا باندې غږ وکړ چې په لویديځه غاړه او غزه کې د وینې توئیدنې ختمولو دپاره دې، اسرائیل ته د وسلو لېږل بند کړي.

عباس چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسمبلۍ ته یې وینا کوله، په ځانګړي توګه د امریکا یادونه وکړه چې اسرائيل ته وسلې لېږي او د ملګرو ملتونو په سیکوریټي کونسل یا امنیت شورا کې چې د غزې د جنګ بندۍ په باب قراردادونه منظوره شوي، اکثره یې وېټو کړي دي.

ښاغلي عباس پخپلې وینا کې وویل: "دا جرم بند کړئ. همدا اوس یې بند کړئ. د ماشومانو او ښځو وژنې بندې کړئ. نسل وژنه بنده کړئ. اسرائیل ته د وسلو لېږل بند کړئ. دا لیونتوب جاري پاته کېدلی نشي. دا چې په غزه او لویدیځه غاړه کې زمونږ خلکو ته څه پېښیږي، ټوله نړۍ د دې ذمه واره ده."

د فلسطیني انتظاميې مشر زیاته کړه، امریکا د سېکوریټي کونسل په رایې ګیرۍ کې د خپل وېټو حق په استعمالولو سره ګني ویلي چې "نه، جنګ به جاري پاته وي."

حماس ډلې تېر د اکټوبر په اوومه اسرائیل باندې د ناڅاپي حملې په ترڅ کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل یووړل، چې دې سره یې د روان جنګ آغاز وکړ. د اسرائیل په انتقامي کاروایۍ کې، د حماس د صحت چارواکو په قول، تر اوسه څه باندې ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرائیل دعوه لري چې په دې کې په زرهاوو کسان د حماس ډلې جنګیالي شامل دي.

محمود عباس په ملګرو ملتونو کې وویل چې امریکا "اسرائیل په مرګوني وسلو سمباله کړله چې [اسرائیل دا وسلې] د زرهاوو بېګناهه عامو خلکو، ماشومانو او ښځو په وژلو کې استعمالې کړې. دې شي اسرائیل نور هم وهڅولو چې جارحیت جاري وساتي."

عباس دا هم وویل چې اسرائیل نور د دې لائق ندی چې د ملګرو ملتونو غړی پاته شي.

هغه زیاته کړه چې کله دا جګړه ختمه شي، نو په کار ده چې د غزه پټۍ مکمله اختیار فلسطیني انتظامیې ته ورکړی شي. اسرائیل له وړاندې نه دا دریځ رد کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ډاني ډانن د محمود عباس په دغې ۲۶ مېنټه وینا باندې سختې نیوکې وکړې چې ولې یو ځل یې هم د حماس لفظ یاد نکړ او نه یې هم دا وویل چې هغې تندلارې ډلې د دې جنګ په شروع کولو کې اهم کردار لرلو.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ډاني ډانن، د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال

ډانن وویل: "د هغه (عباس) د مشرۍ لاندې فلسطیني انتظامیه هغو ترهګرو ته تنخواه ورکوي چې اسرائیلیان وژني: هرڅوک چې ډېر ووژني – عباس هغه ته ډېره تنخواه ورکوي. هغه صرف کله چي د ملګرو ملتونو په پلېټفارم تقریر ته اودریږي، نو بیا د یوې پرامنه حل لارې خبرې کوي."

محمود عباس پخپل تقریر کې، بغیر د دې چې د حماس نوم واخلي، وویل: "د اولې ورځې نه ما ټینګار کړی چې ضروري ده دا جنګ په فوري توګه بند کړی شي. ما د عوامو د وژنو مذمت کړی، قطع نظر د دې چې هغوی څوک دي، او قطع نظر د دې چې هغوی په کوم طرف و، او یا د هرځای خلک چې و. ما د بندیانو او هغو کسانو د آزادۍ غوښتنه وکړه چې دواړو اړخونو په حراست کې ساتلي."

ټاکل شوې ده چې د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.