د هند اختیار لاندې کشمیر د ټاکنو چارواکي وایي له ۵۰ فیصدو نه زیاتو رایه ورکوونکو په انتخاباتو کې برخه واخېسته

د هند د کنټرول لاندې جمو او کشمیر کې پس د لسو کلونو په لومړي ځل د شورو/چهارشنبې په ورځ د قانونسازانو انتخابات ترسره شول چې په کې د ووټرانو د برخې اخېستو شرحه، ۵۶ فیصده رپوټ شوې ده.

د درېیو مرحلو په دې انتخاباتو کې چې دا یې دویم پړاو و، دوه سوه و نهه دېرش (۲۳۹) امېدوارانو د اسمبلې د شپږ ویشتو (۲۶) حلقو په سر سیالي وکړه. د شمېرو ترمخه، څه باندې دوه نیم میلینه کسان په دې انتخاباتو کې د رایې ورکولو حق لرلو.

دا انتخابات د سختو امنیتي تدابیرو د لاندې ترسره شول چې د رایو ورکولو پرامنه ترسره کېدل یقیني کړي.

د جمو او کشمیر د انتخاباتو د چارو مشر افیسر پانډورانګ کوندباراو پولې خبریالانو ته په یو خبري کنفرنس کې وویل: "په ټولو شپږو ضلعو کې انتخابات په پرامنه طریقې سره پای ته ورسېدل. که څه هم په یو څو ځایونو کې د دلائلو و غیره ځیني وړې پېښې ولیدلی شوې، مګر هېڅ ځای کې د بیا رای ګیرۍ دپاره ضرورت پیدا نشو."

له هغه وخت راهېسي چې د وزیراعظم نریندر مودي او د هغه د بهارتیا جناتا پارټۍ په مشرۍ د هند حکومت د جمو او کشمیر د خود ارادیت حیثیت په ۲۰۱۹ کال کې ورختم کړ، دا اول ځل و چې هلته کې رائ ګیري وشوه.

د ځینو ځایي خلکو په نظر کې، دا انتخابات د بي جې پي او د کشمیر د خلکو ترمنځ یو جنګ دی. هغوی وایي چې حکومت یې په تېره یوه لسیزه کې په سیسټماټیکه طریقه د هغوی حقونه اخېستي دي.

د قمرواري علاقې یو اوسېدونکی، اخلاق شاه وي او اې ته وویل: "په لاچاره حالاتو کې، لاچاره ګامونه اخېستل په کار دي. له هغه وخته چې زه د رایې ورکولو مستحق شوی یم، نو ما د انتخاباتو بائکاټ کړی دی. نن داسې احساس کوم چې ضروري ده یوه رایه ورکړم او (په دې ذرئعه) نوې ډیلي ته یو پیغام ولېږم. زه فکر کوم چې که اوس مونږ په څه کولو کې ناکامه شو، نو د بي جې پي حکومت به زمونږ په ضد خپله ضررناکه اېجنډه عملي کړي."

هغه زیاته کړه چې هند د جمو و کشمیر د خلکو غم ندی اخېستی، بلکې ډېره علاقه یې دې ته ده چې د دې سیمې له قدرتي وسائلو فایده واخلي.

شاه مایوسي ښکاره کړه چې د جمو او کشمیر ځایي سیاسي ګوندونه، په خاص ډول نېشنل کنفرنس او د پیپلز ډېموکرېټک پارټۍ که څه هم د جمو او کشمیر نه د بي جې پي د شړلو مشترک هدف هم لري، خو په دې انتخاباتو کې د یو بل مقابلې ته ولاړ دي.

د هند د اختیار لاندې کشمیر په یو لېري پراته کلي کې خلک په ساعتونو د رایې ورکولو په انتظار ولاړ وو

یو سیاسي څېړونکي، مزمل مقبول وي او اې ته وویل چې دغه سیاسي ګوندونه سره پاشل شوي، ځکه مشران یې خپلو ذاتي ګټو ته ترجیح ورکوي. د مقبول پېشګويي ده چې د دې په نتیجه کې به دا یوه پارټۍ هم د جمو او کشمیر په اسمبلۍ کې اکثریت ونه ګټي. هغه وایي: "ویلو ته یې لا ډېر وخت شته، مګر ممکن په جمو او کشمیر کې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له انتخاباتو وروستو، شاید د حکومت جوړولو دپاره یو ستر ائتلاف جوړ کړی شي."

د زوړ سرینګر یو اوسېدونکی، شمیم احمد بابا وایي چې ووټران هم د پارټیو ترمنځ حیران پاته دي، ځکه دا پارټۍ ټولې یو بل په دې تورن کوي چې ګني د بي جې پي پټ اتحادیان دي.

د یو بل خبر ترمخه، د امریکا، مېکسیکو، سېنګاپور، او ناروې په شان د بهرنیو ملکونو د سفارتکارانو یوه شپاړس (۱۶) کسیزه د هند د حکومت په بلنه، د جمو او کشمیر لیدو ته تللي دي.

د جمو او کشمیر پخوانی وزیر اعلی عمر عبدالله په مرکزي حکومت باندې د قهر و غوسې اظهار کړی چې ولې یې د انتخاباتو څارنې دپاره بهرني سفارتکاران وربللي دي.

عبدالله ویلي: "که چېرته دغه سفارتکاران د جمو او کشمیر په باب څه ووایي، بیا د هند حکومت سمدستي وایي چې دا یوه داخلي موضوع ده او دوی خارجي لاسوهنه نه غواړي. نو که خبره داسې ده، بیا نو ولې هغوی دا [سفارتکاران] اوس رابلي؟"

د جمو او کشمیر د انتخاباتو درېیم او وروستی پړاو به د اکټوبر په وړومبۍ نېټه ترسره شي.