د امریکې د نایب صدارت امیدواران به په مباحثې کې د یو بل سره مخامخ کېږي

د ټېم والز او  جې ډي وېنس ترمنځ کېدونکی دغه بحث د صدارتي کېمپین یوازینی نایب صدارتي بحث دی.

د امریکا مېنیسوټا ریاست ډیموکرېټک ګورنر ټېم والز او ريپبلېکن ګوند سېنېټر جې ډي وېنس به نن د نهې- سه شنبې په ورځ په نیویارک کې نایب صدارتي مباحثې یا مناظرې کې برخه اخلي.

دغه مباحثه - مناظره پداسې حال کیږي چې په نومبر کې کیدونکي امریکایي صدارتي انتخاباتو کې د یوې میاشتې نه څه لږ زیات وخت پاتې دی، او ډیموکرېټک نایب صدارتي امیدوار او ريپیلېکن نایب صدارتي امیدوار د رایه ورکوونکو د راجلبولو هڅې کوي.

د ټېم والز او جې ډي وېنس ترمنځ کېدونکی دغه بحث د صدارتي کېمپین یوازینی نایب صدارتي بحث دی.

د صدارتي امیدوارنو نایب صدرې کاملاهېریس او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ترمنځ د شيډول یا مهالویش په مطابق نور بحثونه نه دي ټاکل شوي.

انتخابي کېمپیونونه هڅې کوي چې په سخته سیالۍ کې کومه برتري ترلاسه کړي. په قامي کچه شوي نظر پوښتنې ښیي چې هېرېس ته په ټرمپ لږ سبقت ترلاسه دی، خو په حقیقت کې یو څو ریاستونو کې چې دا خبره به فیصله کوي چې څوک به راتلونکی صدر وي د دوی ترمنځ مقابله سر په سر ده.

په بروکینګز انسټیټیوټ کې د ګورننس یا حکومتدارۍ څېړونکي بېل ګالسټن وي او اې ته وویل چې د والز او وېنس دواړو دپاره د بحث یوه مهمه برخه دا ده چې غلطۍ ونه کړي، او د پالیسۍ په اړه داسې دریځ څرګند نه کړي چې د دوی صدارتي امیدواران ورسره اتفاق نه کوي.

د امریکا په وروستیو صدارتي انتخاباتو کې رایه ورکوونکو د صدارتي امیدوارنو ترمنځ د ډیرو مناظرو په لیدلو انحصار یا تکیه کوله خو اوسنی صدارتي انتخاب لږ مختلف دی.

د امریکا په 50 ریاستونو کې په شپږو کې رایه ورکوونکي د مخکې نه راې یا ووټونه اچوي. او د نهې په ورځ کیدونکې دغه بحث په داسې حال کېږي چې په دغه شمیره کې به نوره اضافه وشي او 14 نور ریاستونه به د اکتوبر تر 16 پورې ارلي ووټنګ یا رایه ورکولو پروسه پیل کړي.